Homeخبرونهامریکا کې یو وسله‌وال اته کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

امریکا کې یو وسله‌وال اته کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند(یکشنبه، د جوزا ۲) په امریکا کې د تاوتریخوالي پر دوام یو کس د ټوپک په ډزو اته کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د سینهوا خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا په اوهایو ایالت کې یو وسله‌وال کس په یو نایټ کلپ کې پر ناستو کسانو ډزې کړې دي چې په پایله کې یې درې تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د اوهایو ایالت پولیسو ویلي چې په پېښه کې ټپي شوي کسان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.

د پېښې انګېزه روښانه نه ده او بریدګر هم د پېښې له ځایه پښې سپکې کړې دي.

پولیسو ویلي چې دوی د یادې پېښې پلټنه پیل کړې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې په امریکا کې داسې پیښه رامنځته کېږي بلکې له دې وړاندې څو څو ځله د ځینو وسله والو له خوا ورته بریدونه ترسره کېږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...