دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeمقالېحماس او په اړه یې د ځینو خلکو نظریه

حماس او په اړه یې د ځینو خلکو نظریه

لیکنه: ف، مطمئن.
حماس یا د اسلامي مقاومت غورځنګ په فلسطین کې د یرغلګرو اسرائیلو په وړاندې وسلوال غورځنګ دی، حماس په ډېرو سختو او تنګو حالاتو کې خپله مبارزه په مخ بیایي، او تر ډېره په خپلې مبارزې کې یو بریالی غورځنګ هم ده، خو ځیني خلک د حماس په اړه فکر کوي چې ګواکې یوازې په نوم جهادي غورځنګ ده او په عمل کې یې د پام وړ کارونه نه دي کړي، دوی د حماس جهادي غورځنګ حالات، امکانات او د دوی په وړاندې چالاکه څارګره اداره په پام کې نه دي نیولي، که چېرې د حماس امکانات، ستونزې، چالاکه دښمن، د هغوی د فعالیت کمه سیمه په نظر کې ونیول شي، نو ښایي د هغوی په اړه مثبت فکر وکړل شي، او د هغوی له مبارزې څخه قدرداني وکړل شي.
د فعالیت سیمه: 
حماس د فلسطین د ازادۍ لپاره وسلوال جهاد کوي، د فلسطین ټول مساحت ۲۶۹۹۰ کم دی، او د افغانستان مساحت ۶۴۷۵۰۰ کم دی، که چېرې د افغانستان مساحت د فلسطین له مساحت سره پرتله کړو د فلسطین مساحت ډېر کم دی په دې معنی چې افغانستان نږدې څلور ویشت ځله له فلسطین څخه زیات دی، که چېرې بیا د حماس د فعالیت سیمه د غزې تړانګه وګورو، مساحت یې ۳۶۰ کم مربع دی، او د افغانستان مساحت ترې ۱۷۹۸ ځله ډېر دی، حماس په دومره کمه سیمه کې فعالیت کوي، وسلې جوړوي، او په کمو امکاناتو سره خپله مبارزه روانه ساتي.
د حماس جوړې کړې وسلې:
حماس په دې کمه سیمه کې دومره لوړ کارونه ترسره کړي دي چې د حیرانتیا وړ دي، دا سمه ده چې له حماس سره به د ایران او ځینو نورو اسلامي هیوادونو ملاتړ وي، خو په دومره کمه سیمه او له څار لاندې سیمه کې وسلې جوړول آسانه نه دي، خو حماس خپل همت له لاسه نه دی ورکړی او تر ځمکې لاندې یې توغندي او نورې وسلې جوړې کړې دي.
د حماس جوړ کړي توغندي: 
د مقاومت اسلامي خوځښت (حماس) د اسرائیلي اهدافو د ویشتلو لپاره د توغنديو په جوړولو کې ډېره هڅه کړې، او په دې هدف کې تر ډېره بریالی شوی هم دی، حماس لومړی توغندی د قسام۱ په نوم جوړ کړ چې په ۲۰۰۱ کې یې وویشت او تر ۳ کیلومترو یې واټن وهلی شو، بیا یې په ۲۰۰۲ کال کې د قسام۲ په نوم بل توغندی وتوغاوه چې له لومړي څخه یې پرمختللی وو او ۹_ ۱۲ کیلومترو یې واټن وهلی شو، په ۲۰۰۵ کال کې د قسام۳ په نوم یو بل توغندی هم ښکاره شو چې ۱۵_۱۷ کیلومترو یې واټن وهلی شو، حماس د M75 ، J80 ، R160 ، S55 ، SH/ A په نومونو نور توغندي هم جوړ کړل چې له پخوانیو یې زیات واټن وهلی شو.
خو تر ټولو پرمختللی توغندی یې د عیاش۲۵۰ په نوم جوړ کړی دی، چې ۲۵۰ کم واټن وهلی شي، د قسام نظامي څانګې ویاند ابوعبیده په وینا یاد توغندی تر ټولو پخوانیو توغندیو نوی او اوږد واټنه دی،
د حماس بې پیلوټه الوتکې: 
حماس ډلې خپل ټول تمرکز یوازې د توغندیو په جوړولو نه دی کړی بلکې د بې پیلوټه الوتکو جوړولو ته یې هم ډېر پام اړولی دی، د حماس نظامي څانګې قسام یوه انجینر نضال فتحي فرحات په ۲۰۰۳ کال کې د بې پېلوټه الوتکې د جوړولو په هڅه کې وو خو د موساد له خوا د خپلو پینځو ملګرو سره په شهادت ورسېده، لس کاله وروسته په ۲۰۱۴ کال کې په فلسطینیانو باندې د اسرائیلو په جنګ کې حماس یوه بې پیلوټه الوتکه وکاروله او اعلان یې وکړ چې یاده الوتکه د دوی انجینرانو جوړه کړې ده.
حماس څو ډوله الوتکې جوړې کړې دي، ځینې یې د استطلاع او څار لپاره دي، ځینې یې برید کوي او ځینې یې خپل هدف ته په رسېدو سره خپله ځان الوزوي.
حماس کېدی شي له دې پرته نورې وسلې هم جوړې کړې وي، خو زموږ لپاره د همدې یادونه بسنه کوي.
اسرائیل:
له کله نه چې د فلسطین په پاکه ځمکه اسرائیلو خپل دولت اعلان کړ ، له هغه راهیسې اسرائیل د برتانیا ، امریکا او نورو لوېدیځو هیوادونو له ستر مالي، پوځي او هر اړخیز ملاتړ څخه برخمن دي، امریکا په تېرو لسو کلنو کې د اسرائیلو سره ۳۰ ملیارده ډالره مرسته کړې، امریکا او اروپایي ټولنه د اسرائیلو ستر سوداګریز شریکان ګڼل کیږي، اسرائیل د نړۍ په کچه پرمختللې وسلې لري، او د نړې درېیم نمبر پیاوړې څارګره اداره لري.
که چېرې د حماس غورځنګ سره  د افغانستان د خلکو امکانات  پرتله کړو نو نو څرګنده به شي چې په افغانستان کې د وسلو جوړولو امکانات بیخي زیات دي؛ د افغانستان زیاته سیمه د طالبانو په لاس کې ده، میران شاه نږدې لس کاله د طالبانو په واک کې وه، حماس چې تر ځمکې لاندې وسلې جوړولی شوې دوی د ځمکې له پاسه هم جوړولی شوې، د نړۍ ښه تکړه او تجربه کار اینجینران یې موندلی شوی، خو په دې شلو کلونو کې یې د حماس غورځنګ د توغندیو په څېر نه توغندی جوړ کړ، او نه یې هم کومه الوتکه، او نه یې هم کومه بله اغېزمنه وسله جوړه کړه!
د حماس او اسرائیلو په روان جنګ کې حماس ډلې اسرائیل ډېر وارخطا کړي دي، په سلګونو توغندي یې د اسرائیلو په اهدافو ورتوغولي دي، چې د اسرائیلو تر دفاعي سیستم (اوسپنیزې ګنبدې) هم تېر شوي دي، حماس له چاودېدونکو بې بېلوټه الوتکو هم کار اخیستی دی، او له دښمن نه یې لار ورکه کړې ده.
حماس فلسطیني غورځنګ ته که موږ د مرستې لاس نشو وراوږدولی، د هغوی مبارزه نشو ستایلی او هغوی نشو هڅولی؛ نو لږ تر لږه باید د هغوی په اړه منفي خبرې هم ونه کړو! حماس زموږ د لومړنۍ قبلې د ازادۍ لپاره مبارزه کوي، هغوی که د ځینو اړتیاوو په سبب کومې نیمګړتیاوې ولري خو جهاد او له اسرائلو سره مبارزه یې د ستایلو وړ ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب