پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+کافین او ستاسو دماغ | داکتر سیدمنصور سادات

کافین او ستاسو دماغ | داکتر سیدمنصور سادات

کافین څنګه ستاسو په مغزو اغیزه کوي.
ایا خوښیږی مو چې په منظم ډول کافي استعمال کړئ؟
ایا تاسو شین چای، یا کافي ته اړتیا لرئ چې خپل دماغ ارام او ویښ وساتئ؟
ایا تاسو کله هم په دې فکر کړی چې کافین ستاسو په مغزو څه اغېز لري؟
کافين په پراخه پیمانه په چای، خواړو ، او مختلفو مشروباتو کې پیداکیږی، د کافین کارول په عصبي سیستم کې د مرکزي عصبي سیسټم دننه فعالیت لوړوي،
دا یو عام درمل دی چې موږ یې په ډیری خوړو کې کاروو او د کافین خوراک په بدن کې ځینې ګټور تاثیرات لري.
مګر ډیر زیات او د اوږدې مودې استعمال يې دماغ او بدن ته زیان رسوی. کافین زموږ دماغ ويښ ساتي او ذ بدن انرژي ډیروي، خو په بل اړخ کې بیا د اضطراب لامل هم کیږي.
 ژور احساسات، خارښت، د زړه د ضربان، یا بې خوبۍ هم زیاتوی.
کافین په مغرو کې کیمیاوي ډول کار کوي چې په مغز کې د انرژۍ کچه لوړوي.
 کله چې د کافین کیمیاوي جوړښت مطالعه کوئ، نو دا د اډینوسین (adenosine )په څیر دی.
دا زموږ په بدن کې موجوده کیمیاوي ماده ده چې د خوب لامل کیږي،
 نو څنګه چې موږ کافین وخورو نو دا زموږ په مغزو کې د اډینوسین ریسیپټرونو (اخذی) سره اړیکه جوړوي او په نهایت کې موږ له سټریا پرته بیدار (alerte)ساتي.
اډینوسین زموږ په مغز کې هغه کیمیاوي ماده ده چې خوب ته وده ورکوي او د هغه نیورونال فعالیت کموي کوم چې موږ یې د ورځې په پای کې د خوب احساس کوو.
کافین د اډینوسین ریسیپټر (اخذو ) سره سیالي کوي او د نیورونونو ( slow firing) مخه نیسي چې په پایله کې یې تاسو ځان فعال او ځواکمن احساس کوئ.
په هرصورت که تاسو د کافین منظم او روزمره مصرفوونکي یاست نو بیا ستاسو  دماغ به په وده کول پیل کړي.
 کافین زموږ په بدن باندې هم مختلف تاثیرات لري لکه د اډرینالین (adrenaline )اړتیا بدن ته زیاتوي او د دې لامل کیږي چې د زړه ضربان زیات کړي، همدارنګه زړه او دبدن نور اورګانونو ته دوینې جریان هم زیاتوی، همدا رنګه زموږ په مغزو کې په ډوپامین هم تاثیر کوي.
 دا په وینه کې د ډوپامین د بیا جذب مخه نیسي چې زموږ په مغرو کې د ډیر وخت لپاره پاتې کیږي او موږ ته د خوښۍ احساس راکوي.
مګر دا کار په بدن کې د ډومامین کچه لوړوي او تاسو په کافین روږدي کوي،  نو له ډیر خوراک څخه لرې اوسئ.
کافین ستاسو بدن ته انرژي او قوت درکوي او د مستۍ او ويښتیا احساس درکوي ستاسو مزاج ښه کوي او د رواني ارامښت سبب کیږی.
کافین ذهني فعالیت ته وده ورکوي د یوې څیړنې په پایله کې چې په 2012 کې خپره شوې دا لیدل شوي چې کافین لوستونکی ته د لوستو ښه ځواک ورکوی.
همدارنګه د 2010 په جریان کې خپرې شوې څیړنې ښودلې چې که چیرې کافین په وړاندیز شوي اندازه وخوړل شي کولی شي د نیوروټرانسمیترنو  لکه (Acetylcholine ، norepinephrine,، او ډوپامین)  اغیزو سره مزاج ښه کړي.
کافین د هغو ناروغانو لپاره هم توصیه کیږي کوم چې د ډیرې سټریا له وجې ذهنی نارامۍ باندې اخته کیږي.
همدارنګه که چیرې کافین په ډیره اندازه وخوړل شي نو کیدی شي د مزاج لوړولو پرځای د اضطراب لامل شي.
کافي او کافین کولی شي د معدې تخلیه او د معدې تیزاب باندې تاثیر وکړي او د معدې تیزاب زیات کړی.
په پوسټ مینوپاسال (post menopausal)میرمنو کې د کافین زیات مصرف د هډوکو ورستېدا چټکولی شي.
دا رنګه مطالعات ښیې چې کافین په لنډ وخت کې د دماغ فعالیت لوړولی شي.
دا رنګه کافین د (serotonin,او norepinephrine ) دلنډی مودی لپاره فعالیت زیاتوي.
د لنډې مودې لپاره حافظه تقویه کوي او زده کړې ته هم وده ورکوي،
کافین په پراخه کچه مصرفیږي ترڅو تاسو انرژي درکړي او ویښ شئ.
که چیری تاسو د ماښام یا د شپې وخت په جریان کې کافین خورئ نو ستاسو خوب به ګډوډ شي او په پایله کې به بې خوبه شئ،
 کافین پر الزایمر او پارکنسن ناروغیو د اخته کیدو خطر هم کموي.
دغه راس پارکنسن (Parkinson’s) ناروغي د عصبي سیسټم اوږدمهاله ناروغي ده او د عصبي حجراتو دمړینې سبب کیږي.
د کافین لږ مصرف صحي دی او پر مغز ګټور تاثیر لري.
مګر زیات او داوږد وخت لپاره مصرف ئي په دماغ او بدن د منفي اغیزو لامل کیږي.
کافین د متحده ایالاتو د خوړو او درملو ادارې (FDA) له خوا د خوندي درمل په توګه پیژندل شوی.
یو ګلاس کافي  175-80 ملی ګرامه کافین لری.
 یو بالغ شخص په ورځ کې تر 400mg کافین استعمالولی شي.
دغه راز د 12 کلن او له دې څخه کم عمر ماشومانو ته 2.5mg/kg ورکولی شو .
نو تاسو هره ورځ څومره کافین خورئ؟
ایا ستاسو کوم ملګری لرئ څوک چې په کافي باندې روږدی وي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب