یکشنبه, مې 12, 2024
Homeټولنیزکږنې او خرافات / علي عباس جلالپوري

کږنې او خرافات / علي عباس جلالپوري

ژباړن: بارکوال مياخېل||

کږنه هغې عقيدې يا عمل ته وايي چي اساس يې ناڅرګنده او پټه ويره وي او هيڅ علمي توجيه او تفسير ونه لري. اکثره کږنې له جادو، بد نظر، غيب ليدنې او سپېره و بختور سره تړلې دي او د لرغوني انسان له هغو ذهني هڅو او پلټنو يادګار را پاته دي چي هغه لا د سبب او مسبب له قانونه (هر مسبب لازماً يو سبب لري) ناخبره وو، د طبعي نندارو او غيرعادي پېښو توجيه به يې په ماشومانه قياسونو کوله، هغوى ته پخپل چاپېريال کې هر څه له رمز او اسراره ډک ښکارېدل، هغوى د لمر او سپوږمۍ په را ختلو او پرېوتلو، د ستوريو په تتېدلو، د اوريځو په تنا برېښنا، د سيندونو او سمندرونو په څپاند حالت، د غرونو په هسکوالي، د ونو- بوټو په ښورېدو، د ګلونو په ځنګېدو او دې ته ورته په نورو طبعي نندارو د پوهېدو ظرف يې نه درلود او د دې هر څه په اړه يې له قياسونو کار اخيست، له همدې قياسونو لرغونى مذهب او جادو پيل شو.

د وخت په تېرېدو سره چي د انسان ډار په اريانۍ او تلوسه بدل شو، نو د ساينس بنسټ کښېښوول شو، د علمي څېړنو په وسيله د رمز او اسرار پردې پورته شوې او انسان له طبعيته د ډار پر ځاى د هغه تسخيرولو او تابع کولو ته ملا وتړله. د ساينس له ودې سره- سره د کږنو او خرافاتو بنسټونه هم و لړزېدل، خو د ساينس د پرمختګ له برکته نن هم تر څه حده د انسانانو پر زړونو او ذهنونو کږنې او خرافات واکمن دي او له نالوستو خلکو پرته ځينې ډېر لوستي خلک يې هم تر اغېز لاندې راشي، همدا سبب دى چي د فالګرو، نجوميانو، کوډګرو، پيرانو، جادوګرو، ملنګانو، لاس پېژندونکيو او دې ته ورته نورو ټګانو کاروبار تود دى.

نن هم خلک د ١٣ له شمېرې، د هيندارې له ماتېدا، د تورې پيشۍ له لار پرې کولو، د مالګې له تويېدلو، د سترګې له غورځېدلو او د ګونګ له نارو ډارېږي، د ٣، ٥، ٧ او ١٢ شمېرې ښې او بختورې ګڼي. مريخ، سپوږمۍ او زحل سپېره ګڼي، لمر او زهره بختور ګڼي. سور او ژيړ رنګونه بختور ګڼي، شين او تور رنګونه سپېره او پليت ګڼي. پر ناپاکو ارواوو، جادوګرو او بلاوو عقيده لري، پر قبرونو باندې د را ټوکېدليو ونو په ښاخونو پورې د سره رنګ سپڼسي تړي او مرادونه ځنې غواړي.

په لوېديځ کې د ارواوو د احضار عمل ته هم د «روحانيت» نوم ورکول کېږي او د علمي او ساينسي توجيه کولو هڅه يې کېږي. په روحاني ناستو او غونډو کې عامله ښځه د وجد او بېخودۍ په حال کې خلکو ته د خپلو مړو شويو خپلوانو بڼه او ګونه ور ښکاره کوي يا يې ږغ ور اوروي، چي ساده او سپين زړي خلک دغه اورېدوني او ليدوني ګومانونه او تصورات ريښتيني وګڼي، په بلور کې ګوري پېشبيني کوي او ادعا کوي چي په بلور کې د تېر وخت هر څه ليدل کېداى شي. د «روحانيت» په نامه په خلکو کې دا عقيده خپرېږي چي ګواکې د ځينو خلکو په واک کې داسې پټ او ناليدوني قوتونه هم شته چي د ساينسي څېړنې له ساحې وتلي او ازاد دي. ځينې ټګ طالع ازمېيونکي- چي د ارواپوهنې او نفسياتو له اساسه هم خبر نه وي- د ماورايي نفسياتو او کشف و اشراق په نامه خپلې ګټې تر لاسه کوي. د هندوستان جادوګر او پنډتان د «علمي جادو» په نامه خلک تېرباسي او سلګونه زره روپۍ ګټي. دغو خلکو د اروپا او امريکا په لويو- لويو ښارونو کې د مراقبې او رياضت مرکزونه جوړ کړي دي، د مهيش يوګي (لوى جادوګر) او ګورو مهاراج جې غوندې ټګان د جادو او ويدانت په وسيله «د روحاني ناروغيو» درملنه کوي او له خلکو سلګونه زره روپۍ لوټي. له دې مالومېږي چي ساينس د لوېديځوالو په عقلي طبعيت کې ځاى پيدا نه کړ او له ساينسه يې تش د خپلو اقتصادي ګټو د ودې يوه وسيله جوړه کړې ده، د دې برعکس په اشتراکي ټولنه کې ساينس تر ايجاد او ودې پورې محدود پاته نه شو، بلکې د خلکو په افکارو او احساساتو کې غزېدلى او د هغوى فکري لورى يې ټاکلى دى، همدا سبب دى چي پنډتان، جادوګر، فالګر او د روحانيت مبلغين اشتراکي هېوادونو ته نه ځي، سيخ امريکا او اروپا ته ځي، هلته خپل جال خپروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب