جمعه, مې 17, 2024
Homeټولنیزهغه ځای ته نه ځم چې تاسو په کې یاست

هغه ځای ته نه ځم چې تاسو په کې یاست

الحاج مولوي زین الله منلی

په ۱۴۹۲ کال کې کرستوف کولمب امریکا کشف کړه او له همدغه کال نه وروسته نوې ځمکې ته د ورتللو لار پرانستله شوه او په زرګونو تنو د دې ځمکې د سرو او سپینو د لوټ کولو په هڅه په دغه ځمکه کې ګڼه ګوڼه جوړه کړه.  لومړی به یې د همدغې ځمکې د خلکو شتمني لوټ کړه او بیا به یې مسیحي دین ته وربلل.

د دی ځمکې خلکو هم صرفه نه کوله او له مسیحانو سره به یې کلک جنګونه او جګړې کولې.

یوه ورځ تالا کونکو د هغې ځمکې د قبایلو مشر چې «هوتو» نومېده ونیو او په ډول ډول کړاونو یې ککړ کړ. په داسې حال کې چې رنځور او په وینو لېت پېت و  د دار خواته یې ورووست او کله یې چې په دار کاوه نو کشیش ورته راوړاندی شو او ورته یې وویل :

– اوس چې غواړې له دې نړۍ څخه ولاړشې نو ښه به دا وي چې مسیحي دین ومنی ، باید پوه شې کله چې ادم او حوا په جنت کې د غنم دانه وخوړله ګناهکار شول او اولادونه یې اوس ګناهکار پیدا کېږي. خدای خپل یوا زینی زوی عیسی را واستاوه چې ووژل شي او ددوی د ګناهونو کفاره او بدله ادا شي. مسیح له وژل کېدونه درې ورځې وروسته د مړو له مینځه پورته شو، اسمان ته  وخوت او د خپل پلار په ښۍ خوا کې کښېناست. هر څوک چې ورباندې ایمان راوړي جنت ته به ولاړ شي.  ته هم ایمان راوړه چې جنت ته ولاړ شې .

هوتو په ساده ژبه له کشیش څخه پوښتنه وکړه :

– هغه جنت ته چې خدای تعالی یې فرمایي د پردیو لار هم شته او که نه؟

کشیش: دا خو عجیبه پوښتنه ده، هر څوک چې نیکو کاره وی هغه به جنت ته ځي.

هو تو : مثلا ستاسو له ښارونو یعنې له دغو مسیحیانو څخه چې دلته راغلي دي هم جنت ته تلای شی او هلته لاره لري.

کشیش : هو ځکه چې په عیسی او د ده په شفاعت ایمان لري.

هو تو : نو په هغه ځای کې چې دغه تیری کونکي ظالمان او بد ذاته وګړي چې زمونږ شتمنۍ یې تالا او لوټ کړلې موجود وي ، که څه هم د هغه ځای هوا په زړه پورې او میوې یې خوږې او ډيرې وي، اوبه یې خوندورې او مزه ناکې وی، پښه هم پکې نه ږدم!  دا ځای دې په تاسو پیرزو وي زه ستاسو د خوشحالۍ ځای نه غواړم.

هوتو ځان مرګ ته ورکړ خو د تالاکوونکو او لوټ کوونکو مسیحیانو جنت ته نه ولاړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب