جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهافغان او ترکمن چارواکو د دوه اړخیزو همکاریو په پراختیا بحث وکړ

افغان او ترکمن چارواکو د دوه اړخیزو همکاریو په پراختیا بحث وکړ

تاند (جمعه د ثور ۳۱) افغان او ترکمن چارواکو د سوداګریزو او کلتوري همکاریو په پراختیا او د سرحدي ولایتونو ترمنځ د اړیکو په لا ښه کېدو بحث وکړ.

په ترکمنستان کې د افغانستان سفارت په یوه بیان کې ویلي چې افغان سفیر خان ولي خان په دې هکله له افغانستان سره د ترکمنستان د سرحدي ولایت ماري له والي انا بیردي اف دوران بیردي اوراز بیردیویچ سره وېډیویې خبرې وکړې.

د بیان له مخې، دواړو لوریو په ماري ولایت کې د ټاپي او ټاپ پروژو د کار د ختمېدو مراسمو او د افغانستان په هرات ولایت کې د دې پروژو د پرانیستو مراسمو د چمتووالي خبر ورکړ.

تمه ده د دغو پروژو د عملي چارو د پیل مراسم د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې په افغانستان کې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو په حضور کې ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب