زېږیدنه: (اټکل شوې نېټه) ۳۰/۵/۱۲۶۵ فلورنس، ایټالیا
مړینه: ۱۴/۹/۱۳۲۱ راوانا، ایټالیا
بیاتریکس! اخ بیاتریکس! دا به نو څه رقم مینه وه چې دانتې په خپل شپږ پنځوس کلن عمر کې، اووه څلویښت کاله دا نوم له خولې ونه غورځاوه. که څه هم دا مینه ناکامه وه، خو دانتې د ژوند تر اخره کامیابه وساتله. دانتې نهه کلن و چې بیاتریکس یې ولیده او پرې مین شو. بیاتریکس تر ده هم ډېره وړه وه. خو قسمت یې عجیب و. دا خوارکۍ په هماغه ماشومتوب کې د یوه کونډ سړي په نوم شوه. نه یې د دانتې مینه ولیده او نه یې له خپلې ځوانۍ خوند واخیست. دانتې په دوولس کلنۍ کې له یوې بلې نجلۍ سره چې جېما نومېده او د دوی له ټبره وه کوژده شو.
بیاتریکس په پینځه ویشت کلنۍ کې مړه شوه. که څه هم دانتې هغه له څو وارونو ډېره نه وه لېدلي خو دا يې تر مرګ وروسته په خپله هره لیکنه کې یاده کړه او په دې توګه یې خپله مینه د خپل زړه او روح په ژورو کې ژوندۍ وساتله. د دانتې بشپړ نوم دورانتې و، خو ده د بیاتریکس لپاره خپل نوم رالنډ او دانتې یې کړ.
دانتې په (نوي ژوند)، (الهي کومېډي، (دوزخ، برزخ او د (جنت) په لار کې چې تر خدایه رسېږي، بیاتریکس یاده کړې ده. ده دوه نفره په خپلو اثارو کې ډېر یاد کړي دي. یو یې ویرژیل (Vergil) چې د منځنۍ پېړۍ شاعر و او بله بیاتریکس چې د ده د خوبونو ملکه وه او له ده سره یې د (جنت) په لار کې مرسته کوله.
دانتې په خپل دوزخ، برزخ اوجنت نومي اثر کې د تاریخ له بېلابېلو شخصیتونو سره مخامخیږي. ده نوموړی اثر په مرحلو وېشلی دی. د دې اثر وروستۍ برخه خدای ته د رسېدو مرحله ده. په لومړي سر کې د ده رهنما ویرژیل وي. ویرژیل دی په دوزخ کې له ځنګلونو او ګڼو بوټو له منځه وباسي او خپل منزل ته په رسیدو کې ورسره مرسته کوي. کله چې دی جنت ته رسېږي، بیا یې نو بیاتریکس د جنت لارښوده کېږي او دی د خدای لیدو ته هڅوي.
ویل کېږي دانتې په همدې اثر کې ځای ځای، په اسرار امېزه ډول د ځان په اړه معلومات هم ورکړي دي. د دانتې د ځوانۍ په اړه ډېر معلومات نشته. خو د ده له همدې اثر نه د ۱۲۶۵کال د مۍ د میاشتې دېرشمه نېټه چې د غبرګولي نښه ده، د ده د زوکړې نېټه تخمین شوې ده. پلار یې (Alighiero) د فلورنس اوسیدونکی و. مور یې (Bella) نومیده او په ځوانۍ کې مړه شوې وه.
*******************
د سن جوواني کلیسا ټولې کړکۍ په موزایک تزیین شوې وې. د ښو او بدو اعمالو سزا، دوزخ، جنت او بیا د خدای لیدل، دا هغه تصویري صحنې وې چې د موزایک په بڼه، د کلیسا پر دیوالونو او کړکېو راځوړندې وې. دانتې د همدې موزایکو په لیدو دې ته وهڅید چې الهي کومیډي ولیکي. ده په خپل همدې اثر کې د دنیا او د عقبا عدالتونه لیکلي دي. د دانتې د زده کړو په اړه معلومات هم شکمن دي. کېدای شي ده به له ښاره وتلي مذهبي ښوونځي کې لومړنۍ زده کړې ترسره کړي وي. ځکه ده وروسته د بلونیا په پوهنتون کې د دینیات، تاریخ، نجوم او د فلسفې په برخه کې لوړې زده کړې وکړې.
دانتې ویل، زما د ژوند تر ټولو ښکلې شېبه هغه وه، چې په ۱۲۷۴ کال کې د مۍ په جشن کې مې سترګې په داسې نجلۍ ولګېدې چې ګلابي رنګه کمیس یې اغوستی و. دا بیاتریکس وه. بیاتریکس د یو شتمن سړي (Folco Portinari) لور وه. لږ وخت وروسته فولکو خپله وړه لور یو بل شتمن ته چې سیمون باردي نومېده، ورواده کړه او له واده سره له دانتې څخه ورکه شوه، لېکن هېره یې نه شوه.
دانتې او جېما د ۱۲۸۵ او ۱۲۹۲ کلونو ترمنځ واده وکړ. دوی درې زامن او یوه لور درلودل. ده په خپلو درې واړو زامنو د خپلې خوښې راهبانو، پېیترو، جېکوپ او فیليپو نومونه کېښودل. او خپله لور یې انتونیه ونوموله. انتونیه وروسته د کلیسا راهبه شوه او خپل نوم یې په بیاتریکس واړوه.
دانتې د وروستي ځل لپاره خپله بیاتریکس په اتلس کلنۍ کې له ورایه ولیده. دې سپین کمیس اغوستی و. ده ته یې لاس وښوراوه او لاړه. تر دې وروسته دانتې بیا هېڅکله بیاتریکس ونه لیده. بیاتریکس د پېنځه ویشت کلنې په عمر په ۱۲۹۰ کال کې مړه شوه. دانتې دوه کاله وروسته د دې په یاد د (Vita Nuova نوی ژوند) په لیکلو پیل وکړ او په ۱۲۹۵ کې یې نوموړی اثر پای ته ورساوه.
********************
ښار تل د ګیلیبینيانو او ګلفیانو(The Guelphs and Ghibellines) تر منځ لاس په لاس کېده. یو وخت د ګلفیانو ډله چې د دانتې کورنۍ هم په همدې ډلې پورې تړاو درلود، فلورنس په خپله قبضه کې ونیوه. خو ډېر وخت نه و تېر شوی چې ګلفیان په خپل منځ کې په ډلو وویشل شول. یوه ډله تور شول او بله یې سپین. دانتې په همداسې ګډوډ چاپېریال کې رالوی شو. یووخت یې د کومپلدینو(Campaldino) په جګړه کې د اریزو او پېزه په وړاندې د ګلفیانو په ګټه پد فلورنسه جګړه کې برخه واخیسته. دا دواړه جګړې د رومي پاپ او د جرمني د امپراتور له ناخوالو راپورته شوي وې. ګلفیان د پاپ په طرفدارۍ جنګيدل او په اخره کې د جګړې ګټونکي هم شول.
دانتې په دېرش کلنۍ کې سیاست ته مخه کړه. ده په ۱۲۹۶ کال کې د (سل نفري شورا) غړیتوب تر لاسه کړ او یوې لوړې سیاسي چوکۍ ته یې ځان ورساوه. دا هغه مهال و چې دانتې په پورونو کې ډوب و. ده د ژوند تر اخره پورې دا پور خلاص نه شو کړی. او د پوروړې کېدو علت یې هم نه دی څرګند.
دانتې د سپینو په ډله کې و. سپینه ډله د پاپ او د امپراتور تر منځ وه. دوی ځانونه خپلواک او ناپییلي فلورنسیان ګڼل. تورې ډلې د روم پاپ ته تمایل ډېر و او دې ته حاضر شوي وو چې خپل ښار په اتم بونیفاس (Boniface VIII) وپلوري. بونیفاس ډېر زورواکی و. د ده د ډلې غړي هم تېري کوونکي او ظالمان وو. دوی په حکومت کې ډېرې چوکۍ درلودې.
په ۱۳۰۱ کال کې د تورو او سپینو ترمنځ د جګړې لوخړې د فلورنس اسمان خړ کړی و. د فلورنس حکومت درې تنه پاپ ته ورولېږل، چې د جګړې په اړه خبرې اترې وکړي. د دې درېیو تنو تر منځ یو هم دانتې و. دانتې چې د روم له سفره بېرته راستنیده، د فلورنس کورونه د اور په لمبو کې سوي وو. د دې کورونو تر منځ د دانتې کور هم په بشپړ ډول له منځه تللی و. تورې ډلې په ده بېلابېل تورونه پورې کړې وو. دی یې په غیابي ډول تبعید کړی و او ویلي یې وو چې که دی بیا د فلورنس ښار ته راننوځي، ژوندی به وسوځول شي. تر هغه وروسته دانتې هېڅکله خپل ښار په سترګو ونه لید.
په ۱۳۱۵ کال کې د فلورنس د حکومت له خوا د ده د مرګ سزا بېرته واخیستل شوه. خو دی بیا هم فلورنس ته ورونه ګرځید. په فلورنس کې د ده زامنو ته هم ستونزه پیدا شوې وه. زامنو یې هم فلورنس پرېښود. یوازې ښځه او لور یې تر اخره په فلورنس کې پاتې شوې، ځکه حکومت دوی ته له ښاره د وتلو اجازه نه ورکوله.
دانتې په سفرونو پیل کړی و. له یو ښاره بل ته او له بله بل ته روان و. د ده د سفرونو په اړه دقیق معلومات نشته، خو دومره لاسوندونه شته چې دی په ویرونا (Verona)، بولونیا (Bologna)، پادوا (Padova)، ترینتو(Trento)، پولا (Pola)، دینو(Duino)، لوکه (Lucca)،ارلیس (Arles) او پاریس کې اوسیدلی دی. دانتې په هر ځای کې د سولې غوښتونکی و. تل یې دا هڅه کوله چې له لوړپوړو چارواکو سره د جګړې د ختمېدا لپاره وغږیږي. خو کله چې په ۱۳۱۳ کال کې اووم هاینریش (Heinrich (VII.) مړ شو، د ده هم په هېواد کې د سولې تمه پرې شوه. که څه هم دانتې ډېر دینداره و، خو ده په خپل سلطنت نومي اثر کې د دې یادونه کړې ده چې سیاست او مذهب باید له یوه بله بېل شي.
دانتې په ۱۳۱۱ کې د الهي کوميډي په لیکلو پیل وکړ. ده لس کاله په دې اثر کار وکړ. درې برخې (دوزخ، برزخ او جنت) یې درلودې. ټول ۱۴۲۳۰ بیته وو. دانتې په دې کتاب کې د لوی الکساندر، کلیوپترا، هومر او ارستو یادونه هم کړې ده. ده د هغه کسانو نومونه یاد کړي دي چې ده په خپله پېژندل، لکه پاپ بونیفاس او فرانسیسکا.
فرانسیسکا به خلکو شیطان بلله او د مرګ حکم پرې شوی و. ځکه دا له خپل خاوند سره په خیانت تورنه وه. په همدې کوميډي کې داسې راغلي چې دا په دوزخ کې ده. دانتې د دوزخ په شعرونو کې د دې په لیدو اوښکې څڅولي دي.
د فرانسیسکا په اړه لیکنې دانتې د ژوند په ورستیو پېنځو کلونو کې په روانا کې، چې دی د فرانسیسکا د خپلوانو په کور کې اوسېده، لیکلي دي. دلته د ده دوه زامن پېیترو او جېکوپ هم اوسېدل. د دانتې لور راهبه شوې وه.
په ۱۳۲۱ کال کې دانتې له وینز څخه روانا ته راغی. دی سخت ناروغ و. دی په همدې کال د سپتمبر په ۱۴مه مړ شوی او د (San Pier Maggiore) په کلیسا کې ښخ شوی دی. د ده وروستۍ خبره دا وه چې کاش، په خپل کور کې مړ شوی وای.
فلورنسیان د ده له مرګ وروسته د ده په ارزښت وپوهېدل. او د ده د جسد غوښتنه یې وکړه. خو د راونا اوسیدونکو په ژوندوني هم د خپل مېلمه قدر کړی و او پس له مرګه یې هم نه غوښتل د ده جسد بل ځای ته ولېږدول شي. اوس د فلورنس په ښار کې د ده په یاد د ده مجسمه ولاړه ده.
دانتې لومړنی اروپايی شاعر و چې خپل اثار یې په خپله مورنۍ ژبه یعنې ایټالوي ژبه ولیکل.