سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهزابل کې پر مسافر وړونکي بس چاودنې تر ۴۰ ډېرو مسافرو ته...

زابل کې پر مسافر وړونکي بس چاودنې تر ۴۰ ډېرو مسافرو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند ( دوشنبه، د ثور ۲۰) راپورونه وایي، د زابل ولایت په ښار صفا ولسوالي کې د مسافرو پر یوه بس موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې ده.

پېښه تېره شپه شاوخوا دولس بجې رامنځته شوې.

لومړني راپورونه وایي، په دې پېښه کې شاوخوا ۲۵ تنه مسافر وژل شوي او ۱۶ نور یې ټپیان شوې دي.

د زابل د عامي روغتیا رئیس لعل محمد توخي ویلي چې د پېښې له ځایه ورته لسګونه جسدونه او ټپیان ور وړل شوې دي.

نوموړی وایي، چې د یادې پېښې کره ارقام به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

سرچینې وایي چې ځېنې ټپیان د درملني په موخه د کندهار مېرویس حوزوي روغتون ته هم انتقال شوي دي.

مسافر وړونکی بس د مېرویس نېکه ټرانسپورتي شرکت اړوند دی چې له کابل نه کندهار ته د تګ په حال کې و.

د پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی؛ خو افغان حکومت د دا ډول پېښو پړه تر ډېره په وسلوالو طالبانو اچوي.

له دې دوه ورځې وړاندې د کابل په دشت برچي سیمه کې هم ماین چاودنې له ۶۲ ډېر تنکي زده کوونکي ووژل او له سلو ډېر نور یې ټپیان کړل.

د کابل او لوګر وروستیو خونړیو پېښو سخت غبرګونونه هم له ځانه سره لرل چې په مناسبت یې افغان ولسمشر غني تېره شپه ناوخته د سې شنبې ورځ په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړ.

دا پېښه داسې مهال ده چې تازه یو ساعت وړاندې وسلوالو طالبانو د کوچني اختر په مناسبت په ټول هېواد کې درې ورځې اوربند اعلان کړ.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د کوچني اختر په درې ورځو کې به د دوی جنګیالي د افغان پوځیانو پر وړاندې هېڅ تعرضي برید نه کوي؛ خو وایي که پر دوی وشي ځواب به ورکړي.

1 COMMENT

  1. ښه ټالبانو اوس نو ځواب ووایاست!!!
    آیا الله پاک به د دغه او دې ته ورته قتلونو پوښتنه درڅخه و نه کړي؟!!!
    بنده ګانو ته به بهانه جوړه کړئ او وبه ویاست چې دغه بم موږ نه دی اېښودی، خو الله پاک ته به مو بهانه څه وي؟!! د دشتی برچي هغه بشري ناورین ته څه ځواب لرئ؟ !! که وایاست چې موږ هغه نه دی تر سره کړی، بستر او چتر خو تاسو ورته جوړ کړی دی، افسوس، افسوس!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی