شنبه, مې 11, 2024
Homeکالمونهبونېریپه لاره ځم ټوله شړنګیږم! || شاهین بونیری

په لاره ځم ټوله شړنګیږم! || شاهین بونیری

کلتور، تهذیب، سیویلایزیشن، ټولنه، قام او آزادي ـــ دا ټول ډیر زورور ټکي دي ــــ د هر ټکي په شا د معنو سمندرونه او د تاریخ مزلونه پراته دي ــ هر یو ځان له یو جهان دی ـــــ یوه داسې جهان چرته چې بختورخلک د ژوند د جنت لازواله خوبونه ویني ـــــــ دا ټول بیل بیل دي ــــ خو یو بل ته داسې غاړه شوي دي ــ چې بیلتون يي ګران دی ـــــ آیا داسې ویلې شو چې تهذیب کل دې ، کلتور ، ټولنه ، قام او ازادي يي اجزاء دي ـــــ دلته زه په تعریفونو پسې نه ګرزم ـــــ وضاحتونه نه کوم ـــــ څو خبرې شریکوم او نتیجې تاسو ته پریږدم

د پښتنو په خاوره تهذیبې سفر په غرونو ، میدانونو ، شاړو، میرو، ګل درو راتیر شوې دی ـــ په لاره يي د طوفانونو سره پنجه ازمايي کړیده ــــ د ګندهارا ، ادهیانه ، پشکلاواتي او ادهیانه په رنګونو کې خور شوې دی ــــــ زمونږ په سندرو، ساندو ، لوبو او کړاؤنو کې اغږل شوې دی ـــ د خپل عروج بام ته رسیدلې دی ـــــ او بیا ددې خاوروې په کنډرونو او لرغوني اثارو کې د بې غمۍ په خوب اوده شوی دی.

مونږ دومره بې حاله او بې خیاله نه وو!

مونږ قبایل وو نو ځان له مو د ژوند تیرولو خپله لاره غوره کړې وه ــ د دنیا ټولو قامونو د قبایلي ژوند نه قامي ژوند ته سفر کړې دی ـــ مونږ هم کړیدې ــ مونږ سلطنت هم لره ، حجره جمات مو هم لرل او د کندهار او پیښور غوندې ښارونه مو هم لرل ــ زمونږ ژوند د مهاجرت او کډوالۍ وو ـــ زمونږ سندرې په غم لړلې خو خوږې وې ـــ مونږ سره کتاب نه وو خو قیصې راسره وې ، تجربې راسره وې ، د ژوند نغمې راسره وې ـــ زمونږ قامي مشران هم وو او روحاني هم ـــ مونږ سره زمونږ ښځو په شریکه د ژوند کاروان پر مخ روان کړې وو ــــ زمونږ جرګه هم وه او مرکه هم ــ دا دنیا ده ــ لکه د نورو قامونو مونږه هم د ژوندي پاتې کیدو مبارزه کوله ـــ او کوو يي !

په دې ټول سفر کې مونږ راپریوتي هم یو ، بې لارې او بیکوره شوي هم یو ــ پردو جنګونو هم خوړلي یو ، خپلو زړونو او نیتونو هم خوړلي یو ـــ د هرې پیړۍ په سر مونږ د یوې نوې بلا سره مخ شوي یو ــ د یو بل سلطنت سره لاس و ګریوان شوي یو ـــ مونږ د یو بل زورور غرور رامات کړې دی ـــ او خپله هم مات شوي یو!

ماتیږي ټول خلک بیا راټولیږي هم ـــ جوړیږي هم ــ

قامونه د خپل ژوندي پاتې کیدو لپاره جنګ او امن دواړو ته ضرورت لري ــــ مونږ د جنګ د قطارونو په سر کې وو خو د امن د جرګو په مینځ کې مو ځانله ځاي پیدا نه کړې شو ـــــــ مونږ د بهر جنګ کولې شو ــ د خپل ذات دننه د جګړې توان مو نه لرلو ـــــ زمونږ په خاوره پیر روښآن پیر تاریکې شو ـــــ هم زمونږ په خاوره یو ادم خان د خپلې درخانۍ مرۍ پرې کړې وه ـــــــ هم په دغه خاوره ډیر ګلونه خاورو خوړلي دي ــــ ډیر رنګونه بلاګانو تیر کړي دي ــــــ

تهذیب څه دې؟ کلتور څه دی؟ سرتور ملنګ وايي د یو قام ، د یو اولس د ښه او بدو تصور دی ــ ما فکر کاوه چې دا محال زمونږ د پاره د ښه او بد تصور څه دی ؟

په لاره ځم ټوله شړنګیږم

ستا د تهمت زنځیر په غاړه ګرزومه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب