Home+کورکمن | ترجمه او تخلیص ـ ب. اندړ

کورکمن | ترجمه او تخلیص ـ ب. اندړ

له ۵ زرو کالو وړاندی د ایورودا (د سانسګریت په ژبه ژوند پوهنه) په هند کی مروج و  چی لا تر اوسه هم خپل ځای لري چی د طبیعی ترکیباتو په وسیله د ناروغیو درملنه ده. هغو کسانو چی په لومړی ځل د طبیعی بوټو (زموږ په اصطلاح یونانی طب) طبابت مروج کړد ننی طب بنسټ ایښودونکی ګڼل کیږی. طبیعی کشف شوی ترکیبات په پراخه پیمانه د استعمال ساحه لری له هغی جملی څخه کورکمن یا زردچوبه چی د مختلفو ناروغیو په درملنه کی خاص اهمیت لری.

کورکمن (زرد چوبه) هغه وخت د توجه وړ وګرځید چی د ایورودا د طب بنسټ ایښودونکو په ګرم مزاجو اشخاصو چی د معدی زخم او التهابی دردونو څخه په تکلیف وو ازمایش کړ او د درد د تسکین لپاره د یوی فوق العاده موثری مادی په شکل را څرګند شو

کورکمن په اصل کی د یو ډول نبات یا بوټی ریښه ده چی تریخ او تیز خوند لری او د غذا د خوند د ښه والی په منظور استعمالیږی چی په اسیایی طبابت کی له لرغونو زمانو څخه کاریده، په چینی طبابت کی د مختلفو ناروغیو لپاره لکه بواسیر،نفخ وباد، دژیړی یا هپاتیت کنترول په موخه کارول کیږی همدارنګه د کورکمن له غوړیو څخه د عطر جوړولو به صنعت کار اخیستل کیږی.

کورکمن یا زردچوبه په ګرمسیر اسیایی او افریقایی هیوادونو کی کرل کیږی چی هند، چین او اندونیزیا ددی محصول اصلی صادرونکی دی .

کورکمن انتی اکسیدانت خواص لری به عین حال کی د صفرا د ازدیاد سبب ګرځی ، کورکمن ضد التهاب، ضد سموم، ضد باکتری، ضد نفخ او د معدی مقوی ګڼل کیږی، همدارنګه کورکمن د کلوسترول د را ټیټیدو سبب ګرڅی چی د زړه او وریدی ناروغیو مخنیوی کوی. کورکمن د کولمو او معدی د انزایم د زیات والی سبب ګرځی او ممکن په زیاته اندازه استعمال یی د زخم سبب شی اما په معینه اندازه استعمال یی د معدی ترشحات زیاتوی او د معدی له زخم څخه مخنیوی کوی ، همدارنګه کورکمن ضد مکروبی خواص لری.

دپام وړ ټکی:

۱ د کورکمن د استعمال اندازه باید مراعات شی.

۲ کورکمن نباید په پلاستیکی ظروفو کی وساتل شی بلکه په رنکه شیشی ظروفو کی له رطوبت نه لری وساتل شی.

۳ کورکمن د وخت په تیریدو سره خپل خواص له لاسه ورکوی همدا وجه ده چی تازه کورکمن تر زاړه بهتر ده.

۴ ورځنی مصرف د لویانو لپاره تر ۳ ګرامو پوری ښودل شوی دی چی په هندوستان کی یی له ۸ تر ۱۰ ګرامو پوری مصرف یی بی له جانبی عوارضو ثبت شوی دی.

دا هم د الله د نعمتونو څه یو نعمت دی چی باید واکلو واشربو ولا تصرفو پکښی مراعات شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...