جمعه, مې 10, 2024
Home+د نړۍ تر ټولو قوي لیزر وړانګه جوړه شوه

د نړۍ تر ټولو قوي لیزر وړانګه جوړه شوه

تاند(یکشنبه، د ثور۱۹) د جنوبي کوریا ساینسپوهانو د نړۍ تر ټولو غښتلې لیزر وړانګه اختراع کړه. د دې وړانګې شدت د هرې (W/cm2) سانتي متر مربع په وړاندې ۱۰۲۳ واټه دی.

د ډیلي مېل انلاین د راپور له مخې، ساینسپوهان بریالي شوي چې د لیزر پلسونه تر یو مایکرومتر (یعني د انسان د وېښته د قطر نژدې پنځمه برخه) په لږ زیات ځای کې متمرکز کړي.

د جنوبي کوریا د آی بي ایس د انستیتیوت د (CoReLS) مرکز څېړونکو د هیندارو، لینزونو، سینسورونو او د برېښنا د اډاپټرونو له یوه خورا پېچلي سیستم څخه په استفادې دا وړانګه جوړه کړې ده.

دوی د دې وړانګې پر جوړولو تر لس کاله ډېر کار کړی او په دې برخه کې یې د ۲۰۰۴ کال د (W/cm2) ریکارډ مات کړی دی.

په ۲۰۰۴ م کال د امریکا د میشیګان پوهنتون څېړونکو د نړۍ تر ټولو پیاوړی لیزروړانګه جوړه کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب