جمعه, مې 17, 2024
Homeکالمونهننګیالهر سړی پيدا دی خپل خپل کارلره کنه/ شهرت ننګيال

هر سړی پيدا دی خپل خپل کارلره کنه/ شهرت ننګيال

د سلاکارنو غاړې دين په دنيا بندې که، دا عريضه يې ولسمشر ته وښودله …

مازيګری دی ښېرې مه کړه

                ته به د ناز ښېرا کوې رښتيا به شينه

دې ځولۍ ته ګورئ ملايان له سده مه باسئ … چې د واک مزه د حلوا له خوند څو برابره زياته ده … د حلوا خوند هېرېدای شي، خو د واک چې يو ځل چا وڅکلو، بيا يې له ياده نشي ايستلی …

طالبانو د پاټکونو، زنځيرونو لېرې کولو او جګړه مارو ځپلو وروسته مدرسو ته د ستنېدو ژمنه شعار ګرځولی و … موږ ومنله، دوئ رښتيا ويل … خو چې پر ارګ ننوتل، اقتدار يې دومره خوږ وموند چې د حلوا خوند يې له ياده ووت، ځکه خو يې له واکه د لېرې کېدو ټولې دروازې ځان پسې وتړلې … دومره کلکې چې پخواني پاچا ته يې هم کومه چاک چوله پرېنښوده …

کابل ته مه ځه ګلام خانه

             مڼې خوږې دي ما به هېرده کړې مينه

ځکه خو د ارګ او جومات تر منځ فاصله حتمي او ضروري ده …

استاد سياف دې غلطوي … چې څنګه دا فاصله لنډه شوه، تر ټولو د مخه خپله درته ملا دی … ولا که د بل ملا پلار ترې د وړاندې کېدو مخه وموندای شي … داسې قلقلې به يې را اخيستې وي چې ملا عمر به د خلکو له ياده وتلی وي … ځکه خو دا واټن ضروري دی …

ارګ کې د امير عبدالرحمن خان له وخته جومات شته … همدا کفايت کوي له لاسه ځان د ملا په جنجال مه اړوه …

خراره هی کو، که مه ده غصب ملا گرفتار شدم …

زموږ ټولنيز سياسي ژوند کې جومات، حجره او جرګه خپل ځای لري، جومات زموږ له دين، حجره، حکومت، او جرګه د ملي سيستم په استازيتوب خپل خپل ځای لري، بېځايه کول يې تاوان دی … چې تيږه په خپل ځای وي درنه وي …

ملا جومات کې ښه دی، جومات کې ښه ښکاري … ارګ د ملا ځای نه دی، له ارګ جومات مه جوړوه، جومات ارګ مه ګرځوه …

له کله چې د ارګ او جومات فاصله نوکی لنډه شوه جوماتونه ځانمرګو ونړول، ارګ د څرخي پله زندان وګرځېد، يوه ته ننوتل، له بل وتل ګران شول …

پخوا يواځې د پيغمبر (ص) مبارک ميلاد ارګ کې لمانځل کېده …

دمحرم پر لسمه به صدراعظم د چندولو عمومي تکيه خانې ته ولاړ، بس ــ نور د ارګ خپل او د جومات او تکيه خانې خپل ځای و …

پر ګاډو، لاريو يې کښلي : (( حد فاصله نگهدار)) د ارګ او جومات فاصله همدومره اړينه ده لکه د ګاډو لاريو تر منځ اړين واټن … که نه خبره ټکر ته رسيږي، د يوه ګاډي له ټکر، لسګونه نور خپلو کې جنګيږي …

له ارګه به ملا دومره ليرې ساتې لکه اورلګيت له پټرولو، که نه هغسې اور به بل وي لکه دا ۳۶ کاله چې بل دی ..

ملا لکه چمچه مست سيند داسې دی …چې څومره لاس پرې وهې نېغېږي …

جهادي مشران له حکمتيار پرته ټول ملايان وختل … حکمتيار هم د ملايانو چمونه کول … مطلب دا چې ملا، ملا دی که د شؤن اسلامي وي، که د تنظيمو، سرتاسري شورا يا طالبانو هغه … ټوله يوه خبره ده … دا دوه خبرې ياد ساتئ … يوه دا چې دا حزبيان د شوراګانو، قاضي وقاد، ارغنديوال چا او چا په نومو چي يوه بله خوا لګيا دي بله ورځ به ګورې ټول حزبيان راختلي … که له حزب وتلی، حزب نه دی ترې وتلی … بله دا ملايان … ټول د يوه اس غوږونه دي …

چې ځې ځې ابازو له به راځې …

تنظيمو هم د ارګ او جومات فاصله لنډوله … د دغې فاصلې لنډولو ته يې توغندي توپونه چو کړي وو …

د ارګ او جومات لنډولو تجربې يو پر بل پسې په تکرار وازمويل شوې … داسې ناکامې تجربې چې له امله يې نه ارګ، ارګ پاتې شو، نه جومات، جومات … نه ارګ خوندي دی، نه جومات …

د ملا عزت او درنښت جومات کې دی، ارګ کې نه دی … د ارګ په هوس کې د ډېری ملايانو ختې وختلې …

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب