یکشنبه, مې 5, 2024
Homeروغتیاكمخوني يا دوينى كموالى/ډ.پاينده محمد صافى

كمخوني يا دوينى كموالى/ډ.پاينده محمد صافى

وينه د انسان په بدن كى دير مهم او حياتي رول لري. د انسان په بدن کې د وينې د كموالي په وجه يو گن شمير ناخوالى رامنځته كيدى شي.
وينه د هډوكو په ماغزو يا bone marrow كى جوړيږي. د وينې د جوړښت لپاره اوسپنه، vitamin B12 او folic acid خورا ضروري دي.

دكمخونى اعراض او علايم ديو گن شمير نورو ناروغيو سره ورته والى لري ،همدا وجه ده چې دهغې پيژندنه يا تشخيص لابراتواري كتنو ته اړتيا لري.

د وينې په كموالي اخته ناروغان(مزمن) د میاشتو او یا کلونو لپاره ستړيا ،خستګي، ضعيفي كسالت دسر دگرزيدو يا سرچرخي، د زره د ټكان او دى ته ورته شكايات لري.
چې ناروغ ته وكتل شي دپوتكي رنگ ئي الوتى بريښي،زړه ئي په چټكۍ سره ټوپونه وهي او داكتران كولى شي چى دناروغ په ليدو سره گڼ شمير نور معلومات هم تر لاسه كړي.

د كمخونې لاملونه
١- دويني ضايعات:

 په طبيعي توگه هره نجلۍ په مياشت كى يو ځل خونريزي لري(که ډیر شي یا خوراک ښه نه وي) علاوتاً د ځينو ناروغيو په وجه ناروغان د هضمي جهاز او نورو جهازونو له لاري وينه ضايع كولی شي.

٢-په خوړو كې د وينې دجوړونكو موادو كموالى:

په وروسته پاته ټولنو كى دفقر او ناپوهى په وجه، يو گن شمير وگړي دضرورت وړ خواړه خاصتاً ويټامينونه او منرالونه تر لاسه كولى نشي. پايله يې دنورو ناروغيو تر څنگ كمخوني هم شي.

٣-دوينى دسرو گرديو يا كروياتو ناروغي:

په ځينو ناروغانو كې د وينې سره حجرات red cells په ذاتي توگه غير نارمل جورښت لري،پايله داشي چې دوينې دسرو كروياتو عمر لنډ شي(په نارمل دول دوينى هره سره حجره د ١٢٠ ورځو شاوخوا عمر لري)په دى حال كى دوينى د سرو گرديو تخريب د هغو د توليد نه چټك وي. د دى ډول ناروغيو شمير زيات دى خو دلته ئي بحث لاز م نه ګڼل کيږي.

٤- د وينې د توليد په دستگاه كې نيمگرتياوې:

لكه چى دمخه هم ورته اشاره وشوه وينه د هډوكو په ماغزو كى جوړيږي، خو په يو شمير ناروغيو كى دهډوكو ماغزه خپله دنده په ښه ډول تر سره كولې نشي.

٥- كمخوني دمزمنو او دوامداره ناروغيو په وجهanemia of chronic disease:

كله چې د يوه وگړي روغتيائي حالت په عمومي توگه ښه نه وي(په نورو مزمنویا زړو او دومداره ناروغیو اخته)،په داسې ناروغانو كې كمخوني د عمومي ناروغې يا ناروغيو د جز په توگه رامنځ ته كيدى شي.

خو په فقيرو او روسته پاته ټولنو كى اكثراً كمخوني گن شمير لاملونه لرلى شي. دبيلگى په توگه: يوى مور چې دماشوم دزيږيدو په وخت كى ىي وينه ضايع كړې، اوس هم هره مياشت وينه بايلي، خوراك ئي نامناسب دى او پدى هم نه پوهيږي چي كمخونه ده او په سادگى سره ئي درملنه كيدى شي.

كه كمخوني معالجه نشي نو څه به پيښ شي؟
هغه ماشومان چى كمخونه دي د بدني ناروغتيا تر څنگ دهغو ذهن يا دماغ هم ښه انكشاف نشي كولى،ستومانه او په زدكړو كى روسته پاته وي.
دغه راز دوامداره كمخوني دزړه ياقلب كار زياتوي چى زړه په مرضي دول غټوالى مومي او خپله دنده په ښه توگه تر سره كولى نشي.داناروغان دزړه ټکان، نفستنگي، ستومانتيا، دپښو پړسوب د ټټر خوږ او ورته نور شكايتونه لرلى شي.
دكمخونى په وجه،دبدن مختلفو برخو ته اكسيجن او د ضرورت وړ خواړه په لازمه انداره نه رسيري .نتيجه دا چې دبدن ټول غړي په امراضو او بى كفايتيو مبتلا كيدی شي.

دكمخونى پيژندنه:
سره ددې چې كيدی شي ناروغان، دهغو كورنۍ او دټولنې نور غړي ددې ناروغې په هكله معلومات ولري خو دهغې قطعي تشخيص لابراتواري كتنو يا معايناتو ته اړتيا لري .

دلابراتواري معاينې په مرسته اول داكتر ته معلوميږي چه په رښتيا هم ناروغ كمخونه دى او دكمخونى شدت هم ور ته څرګند شي.دغه راز دلابراتواري كتني په مرسته دكمخوني سبب معلوميدى شي او كله چى سبب ىي معلوم شو نو درملنه ئي اسانه شي.

څرنگه چې دكمخونې ستر او معمول سبب د اوسپنى ( iron) كموالى دى نو لازمه ده چې ټول هيوادوال خاصتاً زموږ ميندې بايد پدې وپوهول شي چې كوم خواړه په زياته پيمانه اوسپنه لري؟

غوښې خاصتاً دغوئي غوښه،حبوبات( لوبیا نخود اونور)، په كافي اندازه اوسپنه لري. پداسى حال كى چى دمور شيدې داوسپنې دشتون له نظره غني دي خو د غوا شدې كافي اوسپنه نلري.
د اوسپنى نورې منابع:
هگىۍ،سرى وريجى، توره(سبوس لرونكى)ډوډۍ، پسته، چارمغز يا غوزان، بادام، د هندوانې او ګل افتاب پرست زړي، زردالو، انځر، شفتالو ، پالك او نوری شنې پاڼې لرونكې تازه خواړه٠

دحيواناتو ځيکر يا لړمون، بډوډي يا پښتورګی اوزړه ډيره اوسپنه لري خو غوړ ئي هم زيات دی چې کېدی شي ګڼ شمير وګړو ته مضر تمام شي٠

پياد ولرى چې داوسپنى تابليتونه په درملتونونو كى په ارزانه بيه لاس ته راتلى شي. سره ددې چى د اوسپنى شربتونه قيمتي او گران دى مگر دتابليت په مقايسه ډيره گته نلري، ځينى وخت به ستاسو داكتر تاسو ته هدايت دركړي چى د اوسپنى ستنى ولگوى.

د كمخونى نور ډولونه د لابراتواري كتنو له مخى تشخيص او د داكترانو په مرسته ىي درملنه كيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب