ادم نشته، بوی يې شته، لکه دغه کالم چې سر نه لري، خو لکۍ یې شته، ځکه چې په مملکتِ خدا داد کې د سر په پرتله لکۍ ډېر اهمیت لري، البته د ښکرور سر خبره جلا ده، له ډک سر د ډک جېب وزن زیات خېژي، ځکه خو ځينې سرونه د قورمې بوی ورکوي.
کونډې ته يې ويلي وو، مېړه کوې؟
ویل نه!
ویل بې مېړه دې کېږي؟
ویل نه..!
د محمد اشرف غني په اړه زما، بلکې زموږ حال کونډې ته ورته، بلکې لکه د کونډې داسې دی.
نه یې په ټاکنو کې بایلات ته ټينګېدلی شو، نه ګټنې ته.
چې د بایلات خبره شي وېره را باندې خپره شي، چې د ګټنې یې شي د اندېښنو خولې را باندې را ماتې وي.
چې غني يې وګټي، لکه وه هماغسې به وي چې دغه وه او ده د حامد کرزي له وختونو تپل شوې، خو که یې بایلي څه به کېږي؟! دلته ده چې د سړي د سر وېښته شخ ودرېږي.
طالبانو ته که ګورو همدغه خبره يې مصداق ده.
موږ د خوف و رِجا تر منځ نه یو، یوازې د خوف منګولو ته لوېدلي یو.
هغه چې وايي، مخ دې سین ته کړم او … دې … ته!!
د سپتمبر له یوولسمې چې امریکا د پاکستان اټوم خوندي نشوای بللی یو اپشن داسې و چې امریکا یې خوندیتوب خپل لاس کې واخلي.
ما چې کومه فېکټري کې کار کاوه، د څنګ ماشین د مردان یوه ځوان چلاوه، د دمې پر مهال یې راته کړه: یره جي! زه خو وایم چې په دې خپلو خلکو یې را لړه کړي خو چې امریکې له یې ور نکړي.
مرحوم جنرال رحمت الله خان ساپي به ویل: د ماشوم زور په پښو کې وي، د ځوان په ملا کې، د بوډا په خوله کې.
همدا د بوډاتوب نښه، بلکې بوډاتوب دی…