شنبه, مې 4, 2024
Home+بحث | محمد مصطفی سمون

بحث | محمد مصطفی سمون

موږ په ژوند کې هغه اړخونه راسپړو، چې نه پرې پوهېږو. دا به زموږ د څیزونو او موضوعاتو په اړه متضاد دید وي، چې بحثونه او مکالمې یې را څرگندیږي. بحث د موضوعاتو په سپړلو او عامولو کې مهم رول لري؛ خو زیان یې هم کم نه دی، چې د انساني افکارو په روان او ټولنیز ژوند خپل اغیز پرېږدي. د موضوع څخه د نه اگاهۍ په صورت کې د بحث په وخت کې د افرادو ترمنځ د شدید اختلاف لامل گرځي. انسان چې کله هم د گټورې موضوع په اړه یو بحث د افرادو ترمنځ رابرسېره کړی له یو ډول عکس العمل سره مخ شوی، چې په دې کې د ټولنې د کلتوري، تاریخي، ژبني او له ناخوالو ډک یو بهیر شتون لري، چې اوسنی فکر او ټولنه ورڅخه اغیزمن دي.
بحثونه د انساني ټولنې د پرمختگ او افکارو په تبادله کې مثبت رول لوبوي، د همدې بدلون سره د ټولنې په ریښیزو برخو پوهېدل اړین دي؛ ترڅو د افرادو ترمنځ د مثبتو اړیکو په پراختیا کې مهم رول پیدا کړي. یوه تر ټولو لویه ستونزه د مسلک څخه بیرون په نورو موضوعاتو کې د بحثونو برملا کول دي، چې دا د خلکو ترمنځ د افکارو د تبادلې پر ځای د موضوعاتو د محتوا څخه د تېښتې او په ځوابونو کې پاتې راتلل دي. ښه بحث او د نظرونو څرگندېدل هغه وخت ښه رامنځته کېږي، چې د خپلې پوهې او لید  په دایره کې راټول کړي موادو باندې خبرې وشي.
انسان د همدې متضادو بحثونو په رڼا کې که د زغم، یو بل منلو او د انساني ارزښتونو ته د درناوي لاره غوره کړي؛ نو هله به د ټولنې په فکري بدلون کې اغېزمن تمام شي. زه باید ټولنې او ټولنه د افرادو په ذهنیت جوړونه کې ښه تمام شي او هر بحث د ټولنې د ښېګنې او ارزښتونو ته د منطق له مخې تړاو ورکول پکار دي؛ ترڅو بحثونه مو د هغه فرهنگ د غنامندۍ لامل شي، چې په ټولنیز ژوند کې مو د احساساتو پر ځای د زغم لپاره لار پرانیزي، چې له دې سره د افرادو تر منځ د عدالت غږ تیت شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب