یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهله زرو میلیونو څخه ډېرو خلکو ته د کورونا ضد واکسین تطبیق...

له زرو میلیونو څخه ډېرو خلکو ته د کورونا ضد واکسین تطبیق شوی دی

تاند (سه شنبه د ثور ۷) تر پرون ورځې /د ثور ۶مې/ پورې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ۱.۰۳ میلیاردو یا یو زر او دېرش میلیونو خلکو ته د کووېډ-۱۹ کورونا واکسین لږ تر لږه یو دوز تطبیق شوی دی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوې سروې له مخې، په دې حساب د نړۍ په هرو ۱۰۰ کسانو کې نژدې ۱۳ کسانو ته دغه واکسین ورکول شوی او ویل شوي چې د هېوادونو تر منځ په دې برخه کې توپیرونه ډېر دي.

تر اوسه پورې، په متحده ایالاتو کې څه باندې ۲۲۸ میلیونو، په چین کې څه باندې ۲۲۴ میلیونو، هندوستان کې نژدې ۱۴۰ میلیونو، برتانیا کې څه باندې ۴۶ میلیونو او برازیل کې څه باندې ۳۸ میلیونو وګړو ته د کووېډ -۱۹ واکسین تطبیق شوی دی.

دغه راز، په جرمني کې څه باندې ۲۵ میلیونو، ترکیه کې څه باندې ۲۱ میلیونو، فرانسه کې څه باندې ۱۹ میلیونو، ایټالیا، اندونیزیا او روسیه هر یو کې خواوشا ۱۸ میلیونو، چیلي او هسپانیا هر یوه کې څه باندې ۱۴ میلیونو، کاناډا کې څه باندې ۱۲ میلیونو، اسراییلو او متحده عرب اماراتو هر یو کې څه باندې ۱۰ میلیونو انسانانو ته د دغه واکسین لږ تر لږه یو دوز او د همدغه شمېرو یوې برخې ته دویم دوز ورکول شوی دی.

په افغانستان کې تر اوسه یوازې د ۲۴۰ زرو کسانو د واکسین کېدلو راپور ورکول شوی دی خو تمه شته چې د واکسینولو په پروګرام باندې تمرکز زیات شي. دغه راز، د افغانستان په ګاونډ کې په پاکستان کې ۱ میلیون ۳۰۰ زره، ایران کې ۶۶۷ زره کسان واکسین شوي دي.

د ورلډومېټرز وېب سایټ د نننیو معلوماتو په اساس، تر اوسه پورې په نړۍ کې ۱۴۸ میلیونه ۴۴۸ زره کسان په کورونا اخته شوي چې له دې جملې څخه ۳ میلیونه ۱۳۲ زره ۳۵۵ کسان مړه شوي او ۱۲۶ میلیونه ۶۵ زره او ۲۰۰ کسان بېرته رغېدلي، خو ویل کیږي چې دا یوازې د ثبت شویو کسانو شمېر دی او اټکل کیږي چې ډېر شمېر کسان په دې ډله کې اصلا هېڅ ثبت شوي نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب