شنبه, مې 4, 2024
Home+د کمپني پل مرګونې اغیزې| یونس تنویر

د کمپني پل مرګونې اغیزې| یونس تنویر

د کابل ولایت جنوب لویدیځه دروازه، چې کابو اووه ولایتونه او د پغمان د ځینو سیمو اوسیدونکي پرې تګ او راتګ کوي د ترانزیټي اهمیت سربېره د د ګڼو وسایطو او د سوداګریزو توکو د نښلون یوه ستره لاره ده، چې څه موده وړاندې د سیلابونو او ورښت له امله تخریب شوې او د خلکو لپاره یې ګڼې ستونزې رامنځته کړې وې.

خلک د زیات ازدهام او لاربندۍ څخه تر پوزې راغلي و. د هوا ککړتیا، د موټرو لاتربندي، د نارغانو په ځنډ تر رغتونه رسول او زیاترو یې خپل روح حق ته پکې سپارلی و. همدازار کرهڼیزو او سبزیجاتو د خرابتیا لامل شوی و. په دې سبب یې خلکو ته تاوانونه اړولي ول.

کابل ښار، چې د نورو ولایتونو په نسبت د خلکو ژوند پکې زیات ماډرن دی، په دې لاره د راغلو مسافرو وضعیت د ګرد او غبار له مخې له لرې ښکاریده، په څهرو به یې من من دوړې ناستې وي.

د ټولګټو وزیر انجینر نجیب الله یمین د کمپنۍ پل او ددې پل سړک، چې د کمپنۍ له بازاره پیل کیږي ان د میدان وردګو ولایت تر دراني بازار پورې رسیږي په رغنیزو چارو یې کارونه زیات چټګ کړل او اوس  ۹۷ سلنه یې کارونه مخته تللي دي.

د کمپني اصلي پل باندې کارونه روان دي او د هغه تر څنګ یو بل نوي پل، چې چارې یې بشپړې شوې دي.

نوموړی پل د ثبات کال د ۱۰۰ ورځې او ۱۰۰ زیرو له ډلې څخه دي او په دې موده کې به د خلکو په مخ خلاص او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. دا پلونه څه باندې ۵۶ متره اوږدوالی لري، چې له کپمنۍ بازارڅخه تر دراني بازاره پورې غځیدلی سړک هم لري، چې د هیواد جنوب لویدیځ ولایتونه به د کابل سره په نښلون کې د زیاتو اسانتیاو څخه به برخمن کړي. او ډېریو وګړو ته یې د کار زمینې هم برابرې کړې دي. او ددې پل جوړښت پورتنۍ ستونزې هوارې کړې او د سوداګرو د وسایطو په انتقال کې یې سهل رامنځه کړی دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب