جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد ځواکونو د ایستلو په وړاندې ولسمشر بایډن ته د ولسمشرۍ د...

د ځواکونو د ایستلو په وړاندې ولسمشر بایډن ته د ولسمشرۍ د پخواني کاندید خبرداری

تاند(پنجشنبه، د ثور۲) د امریکا د ولسمشرۍ پخواني کاندید او د کانګریس په سناجرګه کې د یوتا مخکښ جمهوریپال استازي میټ رامني له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو د پرېکړې د پایلو په خاطر ولسمشر جو بایډن ته خبرداری ورکړ.

رامني، چې د سناجرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړی هم دی، پرون له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه د چارواکو د سوال او ځواب په غونډه کې د بایډن پر دې پرېکړه نیوکه وکړه، ویې ویل چې دا پرېکړه به د متحدو ایالتونو ملي امنیت او په منځني ختیځ کې بشري حقونو ته زیان واړوي.

رامني له استماعیه غونډې وروسته په یوه بیان کې وویل«د حکومت د چارواکو د نن ورځې له زغردو خبرو وروسته، زه باور لرم چې تر سپټمبر پورې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر پلان یوه تېروتنه ده چې زموږ امنیتي ګټو ته جدي عواقب لرلی شي.»

جورج بوش وايي، د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د افغان ښځو په اړه اندېښنه لري

 

رامني سپارښتنه کړې چې امریکا دې په افغانستان کې خورا کم شمېر پوځیان وساتي چې په افغانستان کې تروریستان سر پورته کولو ته پرېنږدي.

ده همداراز ویلي، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو له حضوره پرته به طالبان القاعده او داعش پرېږدي چې ځان منظم کړي.

د سناتور رامني په باور امریکايي پوځیان په افغانستان کې د ولسواک حکومت ټینګښت او د ښځو او نجونو د بشري حقونو ساتنه تضمینوي.

ده زیاته کړه «د ټولو امریکایانو په شان زه هم غواړم چې زموږ پوځیان دې خپل هیواد ته راشي، خو د دوی حیاتي رول چې د افغانستان په شان په خطرناکو او لېرې سیمو کې یې لوبوي چې زموږ ملي امنیت خوندي شي، د زړه له کومي ستایم.»

د ولسمشر بایډن له لوري د سپټمبر تر یوولسمې پورې له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د ایستلو پرېکړې په امریکا کې بحثونه پارولي دي

د ځواکونو د ایستلو په اړه، د امریکا د پخوانیو ولسمشرانو او خلکو نظرونه

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب