چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهکوېټه کې چاودنې ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

کوېټه کې چاودنې ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند ( پنجشنبه، د ثور ۲ ) د افغانستان د مقبوضه سیمې بلوچستان په مرکز کوېټه ښار کې چاودنه شوې چې له کبله یې ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

چاودنه تېر ماښام د کوېټې ښار زرغون روډ سیمه کې د سرینا هوټل د موټرو په تم ځای کې شوې ده.

سیمه ایز چارواکي وایي، چاودنه کې ۵ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

راپورونه وایي، چاودنه ډېره زوروره وه او په سیمه کې یې د ګڼ شمېر د موټرو د سوځېدو تر څنګ د ډېرو ودانیو ښېښې هم ماتې کړې دي.

د پولیسو په وینا، د موټرو په تم ځای کې یو موټر له چاودیدونکو توکو څخه ډک شوی وو او د ریموټ کنټرول په واسطه یې چاودنه کړې ده.

د کويټې په دولتي روغتون کې بیړنی حالت اعلان شوی.

په کویټه کې سرینا یواځینی څلور ستوریزه هوټل دی چې بهرني میلمانه ورته تګ راتګ کوي.

پولیسو دا هم ویلي چې سیمه کې د چېن هېواد استازی هوټل ته پر لار وو چې چاودنه رامنځ ته شوې ده.

ویل کیږي چې د چاودنې موخه هم د چین هېواد استازی چې هوټل په لار و و.

د چاودنې مسوولیت تحریکِ طالبان پاکستان (TTP) په غاړه اخیستی دی.

محمد خراساني چې ځان د دې ډلې ویاند ګڼي، رسنیو ته په لېږلي پیغام کې دا ځانمرګی برید بللی او وایي چې چاودنه د دوی یو کس د موټر واسطه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان په ګڼ شمېر سیمو کې دې وروستیو کې د فرانسې د ولسمشر امانوېل مکرون پر ضد چې ګویا د محمد ص سپکاوی یې کړی لاریونونه شوي دي.

لاریون کوونکي له پاکستاني حکومته غواړي څو د یاد هېواد سفیر له خپله هېواده وباسي او سفارت یې ور وتړي.

که څه هم دا لاریونونه اوس د پاکستان د حکومت له ژمنې سره چې د فرانسې د سفیر د ایستلو په اړه پرېکړه کوي اوس دریدلي خو لاریون کوونکو ګواښ کړی که حکومت یې غوښتنه ونه مني دوی به بیا په سترو لاریونونو پیل وکړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب