دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهبشري حقونو خپلواک کمېسیون: طالبان دې د روژې مبارکې میاشتې په خاطر...

بشري حقونو خپلواک کمېسیون: طالبان دې د روژې مبارکې میاشتې په خاطر اوربند وکړي

تاند(چهارشنبه، د حمل ۲۵) د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي چې اوربند وکړي او د روژې میاشتې ته په احترام دې د خواخوږۍ فضا رامنځته کړي.

د دغه کمېسیون مشر ذبیح الله فرهنګ رسنیو ته وویل، چې په افغانستان کې روان وضعیت د ډاډ وړ نه دی، ځکه دا د ملکیانو لپاره تر ټولو سخت حالت دی.

د فرهنګ په وینا، چې نور باید د جګړې دواړه غاړې د ملت غوښتنې ومني او په خپلو کې اوربند وکړي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دا اعلامیه داسې مهال ورکوي، چې د روژې په لومړۍ ورځ ولسمشر محمداشرف غني او ځینو نورو لوړ رتبه امنیتي چارواکو په هېواد کې د عمومي اوربند غوښتنه وکړه، خو طالبانو تر اوسه د اوربند ټینګښت نه دی منلی.

په ورته وخت کې نن پخواني ولسمشر حامد کرزي په فراه ولایت کې د تېرې ورځې ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندلی او په خبره یې په دې پېښه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او هغه یې د بشر ضد جنایت بللی دی.

د نوموړي له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې یو ځل بیا دلته روانه جګړه د پردیو د ګټو جګړه بلل شوې ده او پر دواړو افغاني لورو غږ شوی دی چې د پردیو د ګټو لپاره دې خپل افغانان نه وژني او د جګړې پر ځای دې ژر تر ژره د سولې پروسه چټکه کړي.

1 COMMENT

  1. هغه کسان چې له خدایه نه ډارېږي، د الله په مقدس کتاب باور نه لري او عمل پرې نه کوي او افغان مظلوم ولس په بېرحمانه ډول وژني، هغه ته روژه څه ارزښت لري. خیر مو په نصیب شه يو بل څه وغواړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب