یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهبایډن نن له افغانستان د خپلو ځواکونو د وتلو پرېکړه کوي

بایډن نن له افغانستان د خپلو ځواکونو د وتلو پرېکړه کوي

تاند(چهارشنبه، د حمل ۲۵) د امریکا ولسمشر جو بایډن به نن چهارشنبه له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.

سپینه ماڼۍ وايي، چې جو بایډن به نن د اپریل ۱۴مه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پرېکړې پر اساس په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي.

بلخوا ټاکل شوې، چې نن به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د امریکا د دفاع وزیر لوېد اسټن د بلجیم په پلازمېنه کې د ناټو چارواکو ته وینا وکړي او له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو به وروستي معلومات ورکړي.

بایډن او امریکايي چارواکي دا پرېکړه داسې مهال کوي، چې وسله‌والو طالبانو ویلي، که امریکايي ځواکونو د دوحې د هوکړې مطابق په ټاکلې نېټه افغانستان پرېنږدي، نو دوی به یې پر وړاندې جګړه پیل کړي.

خو بایډن څه موده مخکې ویلي وو، چې په ټاکلې نېټه له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو ایستل له لوجستیکي پلوه ګران کار دی او دا پروسه به وخت ونیسي.

بایډن د سپټمبر پر یوولسمه له افغانستانه پوځیان باسي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب