یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهولسي جرګې د بایډن وروستۍ پرېکړې ته غبرګون وښود

ولسي جرګې د بایډن وروستۍ پرېکړې ته غبرګون وښود

تاند(چهارشنبه، د حمل ۲۵) – ولسي جرګې له افغانستانه د امریکا په ګډون د بهرنیو ځواکونو وتلو ته غبرګون وښود او دوی یې د هغو مشخصو اهدافو په لاسته راوړلو کې پاتې ووبلل په کومو پسې چې دغه ځواکونه افغانستان ته راغلي وو.

رحماني وايي، جګړه په شدت سره روانه ده او د نشه يي توکو کښت او قاچاق د ترهګرو جګړه تمویلوي.

د جرګې رئیس میررحمان رحماني زیاتوي، لا هم په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د بیا تکرار خطر شته او د دې وېره هم شته چې افغانستان بیا د ترهګرۍ پر ځاله بدل شي.

د ولسي جرګې رئیس میررحمان رحماني

هغه زیاته کړه: “که څه هم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته د شرایطو مساعدول د افغانستان د ملت ارزو ده، خو لا هم دغه شرایط مساعد شوي نه دي، د خطرناکو کورنیو جګړو ته بیا د ورتګ شونتیا موجوده ده او افغانستان به بیا د ترهګرو په جغرافیه بدله شي. هیله لرو له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل د امنیت، سولې، ټیکاو او د ډیموکراسۍ د تحقق پورې مشروط وي کنه نو پخوانۍ ترخه تجربه به بیا تکرار شي.”

ولسي جرګې په داسې حال کې یاد غبرګون وښود چې د امریکا ولسمشر جو بایډن به نن چهارشنبه له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.

سپینه ماڼۍ وايي، چې جو بایډن به نن د اپریل ۱۴مه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پرېکړې پر اساس په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي.

بلخوا ټاکل شوې، چې نن به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د امریکا د دفاع وزیر لوېد اسټن د بلجیم په پلازمېنه کې د ناټو چارواکو ته وینا وکړي او له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو به وروستي معلومات ورکړي.

جو بایډن

بایډن او امریکايي چارواکي دا پرېکړه داسې مهال کوي، چې وسله‌والو طالبانو ویلي، که امریکايي ځواکونو د دوحې د هوکړې مطابق په ټاکلې نېټه افغانستان پرېنږدي، نو دوی به یې پر وړاندې جګړه پیل کړي او د سولې په تړاو په هیڅ ډول کنفرانس کې ګډون نه کوي.

خو بایډن څه موده مخکې ویلي وو، چې په ټاکلې نېټه له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو ایستل له لوجستیکي پلوه ګران کار دی او دا پروسه به وخت ونیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب