سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد: د هوکړې له مخې طالبان مکلف نه دي چې پر افغان...

خلیلزاد: د هوکړې له مخې طالبان مکلف نه دي چې پر افغان ځواکونو بریدونه بند کړي

تاند، شنبه، د ثور ۲۷مه د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جمعې ورځ په یوې ویډیويي کنفرانس له لارې خبریالانو ته ویلي، چې وسله والو طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو ژمنه کړې خو د دوحې هوکړې کې له دوی نه دي غوښتل شوي چې پر افغان ځواکونو  به بریدونه نه کوي.

زلمي خلیلزاد ویلي، طالبان د سوریې په څېر نه پای ته رسېدونکی جنګ نه غواړي بلخوا افغان حکومت هم د سیاسي لارې د دغه جنګ ختمول غواړي.

نوموړي زیاته کړه، له طالبانو څخه د امریکا متحده ایالاتو کلیدي او لومړۍ درجه غوښتنه داده چې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

خلیلزاد همدارنګه په خپلو خبرو کې د بین الافغاني خبرو پر ژر پیل ټینګار وکړ او وویل ښه خبره ده چې د امریکایي ځواکونو په حضور کې دا پروسه پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست معلومات په ډاګه کوي چې وسله والو طالبانو په تېره فبرورۍ میاشت کې ۳۷۱۲ بریدونه کړي دي چې له کبله یې د افغان امنیتي  او دفاعي ځواکونو په ګډون ۴۹۶تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹۸نور ملکي وګړي یې ټپیان کړي دي

5 COMMENTS

  1. خلیلزاد صیب نو ته هم دومره عقل په کار واچوه ، چې افغان دولت هم د هوکړې له مخې مکلف نه دی ، چې د دوی په غیاب کې تا طالیبانو سره کړې وعدې او تړونونه – په دوی تحمیل کړې .
    تا او خدای ، په دې روژه کې په افغان ملت سور اور جوړ شوی دی، دا څومره حملې کیږي او مونږ به ورته لاس په زنه ناست یو ، دومره غداري خو په روسانو کې هم نه وه ، لکه نن چې امریکا خپل اصلیت وښود.
    د امریکا د عسکرو په وتو مونږ خوښ یو ، لږ به لا نور افغان دولت خپلواکه او خود سره شي ، دا خو ستاسې خاطر او یا فشار دی ، چې افغان دولت طالیبانو ته خوله ماتی ځواب نه ورکوي .
    مقصد دا خبره رښتیا ده ، چې په دوستۍکې به دې امریکا ووهي، خو په دښمنۍ کې ترې کیدای شی چې بچ هم شې ..
    افغان دولت باید امریکا سره په کړي امنیتي تړون له سره غور وکړي .. او دومره باید افغان دولت نور د امریکا په هکله بې خولې پاتې نشي . باید په نړیوالې ټولنې غږ وکړي ، چې هغه څه چې امریکا روان کړي دي، واقعا د پوښتنې او حرانتیا وړ دي ، او داسې باید نور هیواد جورو بې ثباتیو ته پرې نښودل شي . که نه بیا دا وخت چې تیر شو ، له سره راګرځولی نه شو.
    هغه څه مو چې د نجیب په وخت کې غلط تر سره کړي و، نن یې نشو سمولی ، خو نن د اوس مهال هر څه کولای شو ، سم کړو، افغان مشران باید عقلاني پریکړې او حکیمانه دریځ غوره کړي .

  2. پہ ریشتیا ھم طالب جان د بلیک واٹر دندہ ترلاسہ کڑی دہ
    یا اللہ د افغانستان او د افغانانو پہ حال رحم وکی او حفاظت یی وکی

  3. لعنت دی شی ستا په دی تړون چی تالیبان دی افغانان وژنی او دولت دی لاس تر زنی ناست وی خاین یی او لوی لاس غواړی چی افغانستان پاکستان ته وسپاری

  4. افغانانوځان پوه کړی امریکایان وایی مونږ نه پاته کیږواو مونږ ورته عذراوبهانی لټووچه خیردی پاته شی ځکه چه دیوی ډلی ګټی دامریکایانو په شتون کی خوندی کیدایشی اوامریکا یان یاخلیلیزاد په غیرت نه راځی څومره پیغور که ورکړې
    پام کوی دادډاکتر نجیب دحکومت فوځ نه دی چه ځان دروسانو دمرستی پرته وساتی
    له بهانو نه تیر شی دا حکومت دامریکی په مادی اومعنوی مرسته ولاړ دی بله لاره نه شته بغیر ددی نه چه په حقیقی ډول د سولی لاره تعقیب شی اوکه نه داافغان وژنه به همداډول روانه وی

  5. آخر خلیلزاد زمونږ خبره وکړه. لطفا زما خبری په ټول افغان او افغان-جرمن آنلاین کی وګوری. ما چه د سولی د تړون مسوده په انګریزی کی ویلی وه نو هلته ټکی نه وو چه هغه به د کابل په اداره جنګ بندوی. افغانی اوربند د موافقی څلورم پړاو وه چه هغه به د دری اولو پړاوونو نه وروسته عملی کیږی. خو داسی ښکاریده چه بدنیته قانونپوه غنی خطاکړی وی او له دی کبله یی نخری پیل کړی وی.
    دا چه افغانان وژل کیږی د هغو ګناه د غنی په غاړه ده. غنی د اولی ورځی په نخرو پیل وکړ او صرف له همدی خاطره هغه ګرم دی. د هغه نخری د سولی د تړون ردول وو. له دی نه وروسته بیا له مخالفینو نه نوره تقاضا یا کبر دی او یا بیعقلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب