جمعه, مې 17, 2024
Home+اسټراليا ښځېنه لوبډلې نيوزيلنډ ته ماتې ورکړه

اسټراليا ښځېنه لوبډلې نيوزيلنډ ته ماتې ورکړه

تاند ( دوشنبه، د حمل ۱۷) د اسټراليا او نیوزیلنډ ښځېنه کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ یو ورځنیو لوبولړۍ پيل شوه.

د دې لړۍ په لومړۍ لوبه کې اسټرالیا د شپږو ویکټو پرمټ بریا خپله کړه.

په دغه لوبه کې لومړی توپ وهنه نیوزیلنډ ښځېنه لوبډلې وکړه  او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې په ۴۹ اورونو کې ۲۱۲منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته يې د ۲۱۳ منډو هدف ورکړ.

اسټراليا ښځېنه لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په ۳۹ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په زیان تر لاسه کړ او په لومړۍ یوورځنۍ سیالۍ کې په شپږو ویکټو نیوزیلنډ مات کړ.

اسټرالیا ته په توپ وهنه کې الیس پېرې ۵۶،  ګارډنر ۵۳  او الیسا هیلې د دوو شپږیزو او اوو څلوریزو پرمټ په ۶۸ توپونو باندې ۶۵ تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې.

د یادونې ده چې د یادو دواړو لوبډلو ترمنځ به دوهمه سیالۍ د همدې اپریل میاشتې په اوومه او وروستۍ هغه يې بیا په لسمه نېټه تر سره کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب