چهارشنبه, اکتوبر 9, 2024
Homeخبرونهآرین: هغه پولیس و نیول شو چې په تورخم کې یې...

آرین: هغه پولیس و نیول شو چې په تورخم کې یې عام وګړی وهلی و

تاند ( دوشنبه، د حمل ۱۶) نن سهار ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډيوه خپره شوه چې په کې پولیس له یوه عام کس سره ناوړه چلند نه کار اخلي.

په خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې تورخم کې یو پولیس افسر مسافر وهي ډبوي او دوی سره ناوړه چلند کوي.

تازه د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي، یاد پولیس نیول شوی دی.

آرین زیاتوي: « د ذاکر په نوم هغه پولیس افسر چې تورخم کې یې له مسافرو سره ناوړه چلند کړی، د پولیسو له لوري نیول شوی او تر څېړنو لاندې ده.»

نوموړی وایي له ذاکر څخه اوسمهال د کورنیو چارو وزارت داخلي امنیت څېړنې پيل کړې دي.

ارین: هغه پولیس چې په تورخم کې یې یوه ښځه وهلې وه له نظام څخه وشړل شو

دا لومړی ځل نه دی چې پولیس په تورخم کې له مسافرو سره ناوړه چلند نه کار اخلي بلکې له له دې وړاندې هم تورخم کې مسافرو سره د پولیسو له ناوړه چلند شکایتونه شوي وو.

تېره اونۍ هم د کورنیو چارو وزارت هغه پولیس چې په تورخم ښارګوټي کې یې یوه ښځه وهلې ډبولې وه د نورو قانوني اقداماتو تر څنګ، نظام کې د نوموړي عسکر پر کار کولو د تل لپاره بندیز ولګوه.

ارین تېره اونۍ ویلي وو، پر ښځو لاس پورته کول د طالبانو کلتور دی او هر څوک چې د دې عمل مرتکب شي ترهګر دی.

طارق ارین زیاته کړې وهپولیس د قانون تنفیذوونکي دي او د ظرفیت لوړونې او مسلکي کېدو په برخو کې یې کار روان دی، خو په وینا یې چې دغه ډول اعمال ترسره کول یې په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب