جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد بشر حقونو کمېسیون: ۴۱ سلنه افغانان د جګړو او سړک غاړې...

د بشر حقونو کمېسیون: ۴۱ سلنه افغانان د جګړو او سړک غاړې ماین چاودنو له امله معلول شوي

تاند (یکشنبه د حمل ۸) د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي چې اوس مهال د دغه هیواد ۱۳ سلنه وګړي معلول دي او په تېرو ۱۴ کلونو کې د معلولینو شمېر ۱۱ سلنه ډېر شوی دی.

دغه بنسټ نن یکشنبه د یوه څېړنیز راپور په خپرولو سره ویلي، د هېواد د نفوسو ۱۳ عشاریه ۹ سلنه معلولان دي چې شمېر یې ۴ میلیونه ۴۷۵ زرو کسانو ته رسیږي حال دا چې دا شمېر په ۱۳۸۴ لمریزکال کې ۲ عشاریه ۷سلنه د ټول نفوس کېده.

په روانې جګړې کې د ماینونو د چاودنو، ترافیکي حادثو، د کار په سیمه کې د خوندیتوب اصولو نه مراعتولو، د واکسینونو نه عملي کېدل او د اومیندوارو مېرمنو نه خوندېتوب د یاد شمېر کسانو د معلولیت اصلي لاملونه ګڼل کیږي.

په راپور کې راغلي، معلولین د ټولنې اړمنو کسانو په شمېر کې دي او د کورنۍ، ټولنې او دولت ملاتړ ته اړتیا لري.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون څېړنې ښيي چې ۳۸ سلنه افغان معلولین په کورنۍ او ټولنه کې د تاوتریخوالي سره سره له ګنو نورو ستونزو سره مخامخ دي.

زده کړو ته نه لاسرسی، د روغتیايي خدمتونو کمښت یا نشتون او د معلولینو د معاش لږوالی یا هم ترې محرومیت د دوی لوی ستونزې یادې شوي دي.

دغه کمېسیون د خپل راپور لپاره په ۲۲ ولایتونو کې له ۱۵۰۴ معلولو کسانو سره مرکې کړي چې په ترڅ کې یې دوی له خپلو روغتیايي او حقوقي محدودیتونو سربیره په ټولنه کې ورته له سپکاوي هم سرټکولی دی.

که څه هم په ټوله نړۍ کې معلول کسان تر سترګو کېږي، خو افغانستان کې څو کلنه جګړه د دې لامل شوې چې معلولین په کې ډېر شي او لا هم افغانان هره ورځ د همدې جګړې له امله قربانۍ ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب