جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهخوست او پروان کې د جمهوریت ملاتړ سترې ولسي غونډې

خوست او پروان کې د جمهوریت ملاتړ سترې ولسي غونډې

تاند ( یکشنبه، د حمل ۷)  د یکشنې په ورځ په خوست او پروان ولایتونو کې د جمهوریت ملاتړ سترې ولسي غونډې تر سره شوې.

زرګونو خوستوالو او د پروان ولایت اوسیدونکو په جلا جلا ډول د ولسي غونډو په ترڅ کې د جمهوریت ملاتړ اعلان کړ.

د دې ولسي غونډو ګډونوالو د خپلو ویناوو په ترڅ کې له حکومت او نړیوالو وغوښتل چې د وروستیو شلو کلونو په لاسته راوړنو دې معاملې نه کیږي.

دوی وویل، د افغانستان خلکو د نظام د نشتون ترخې تجربې لیدلي او بیا نه غواړي چې د نویمې لسیزې بدمرغۍ تکرار شي او یا د ظلم حکومتونه پر دوی واکمن وي.

د دې ولسي راټولیدنو ویناوالو له خلکو وغوښتل چې ټول د نظام او جمهوریت د بقاء او پايښت لپاره یو لاس شي او اجازه دې نه ورکوي چې افغانستان بیا د نړیوالو له نظره ولویږي او یوازې پاتې شي.

په خوست ولایت کې د یووالي او بدلون کاروان مشر عبدالولي واحدزي په خپلو خبرو کې وویل، دا خلک ددې لپاره راټول شوي، چې هېواد يې بیا د نویمې لسیزې ناخوالو ته ستانه نه شي.

ده وویل، په هیڅ قمیت د نظام له منځه تلل نه غواړي، خو که طالبانو ته په نظام کې ونډه ورکول کیږي او هغه د سولې سبب ګرځي خلک د داسې مشارکت پلوي دي.

ورته مهال پروان ولایت کې هم د دې ولایت یو شمېر پخوانیو جهادي مشرانو، د ولایتي شورا وکیلانو او دغه راز عامو ولسونو د یوې راټولېدنې په ترڅ کې د جمهوریت د ملاتړ ترڅنګ د سولې د خبرو د پرمختګ غوښتنه وکړه.

دوی له شته لاسته راوړنو، د ښځو د حقونو، د بیان د ازادۍ او د هېواد د اساسي قانون ملاتړ څرګند کړ او له پر ښکېلو لوریو یې غږ وکړ څو روان تاوتریخوالي ته د پای ټکی کیږدي او د سولې خبرو ته لومړیتوب ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د فرانس ۲۴ ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې چمتو دي طالبانو سره واک وویشي او له وخت مخکې ټاکنې ترسره کړي.

تر دې وړاندې ولسمشر غني هم د ټاکنو خبره مطرح کړې خو د واک د ویش په اړه یې څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب