جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeمقالېله ځوانانو څخه ګیله!! | ګل احمد احسان 

له ځوانانو څخه ګیله!! | ګل احمد احسان 

تر ماسټرۍ او دوکتورا پورې مو زده کړې وکړې، خو لاهم د پردیو سیاستونو ښکار یو. اوس هم په قومي، ژبني او سمتي کچه سیاست کوو. له ځوانه تر سپين ږیري ټول د یوه او بل پښې وهو. د هیچا په پرمختګ خوښ نه یو.

له زده کړو وروسته یوازې په واسطه، پیسو او زور غواړو چې دولتي چوکۍ ونیسو.

په ۲۱ مه پېړۍ کې ځوانان د داسي چا تر شا ولاړ دي چې نه په تاریخ کې نیک نوم لري او نه يې شخصیت د باور وړ وي خو همدا ډېر ځوانان يې په تعریف نه مړېږي.

د ملي مسایلو او ګټو ملاتړ په کار دی، خو موږ لاهم د مرده باد او زنده باد نارې وهو او د خپلو پښو پریکولو ته مو لاسونه بډ وهلې دي.

په جګړې کې هم اکثره ځوانان دي، که دولت که مخالف دی د ځوانانو له انرژۍ څخه ګټه پورته کوي دواړه ورته وسلې ورکوي. ګیله مې دلته وشي چې ځوانانو خو د سالم فکر، ښې روغتیا او ښه راتلونکې څښتنان دي ولي یوه لحظه له ښه فکر څخه کار نه اخلي چې اخر جګړه تر کومه، وطن ورانېدل تر کومه؟

په څه بوخت یو؟

له بانډار نیولې، تر میلې او منظرې، ټلوېزیونې فلمونه سریالونه، له فیسبوکه تر ټویټره او دې ته ورته او میلیونونه ځوانان خو د پابجې ګېم هم سرسخته مینه وال دي.

چیري دي؟ د وطن لپاره غونډي،د ښې راتلونکې لپاره پلانونه، د یو بل ملاتړ او بلاخره د ځوانانو په لاس د یوه سمسور، اباد، آمن افغانستان هڅي؟

راکړئ، ځوابونه !! 

ددې وطن هر غدار چې موږ يې تاریخ لوستی، په خپلو سترګو يې وینو چې ددې خاورې هره لوړه ژوره يې د بیګناه انسانانو په وینو سره کړې ده لا هم د همدې ځوانانو په زور د هیواد جوړونې مخه نیسي، د پردیو موخې تعقیبوي، که ځوانان ترې لیري شي تشه بوجۍ به پاته وي او په ډېر سرعت به له دې پاکې خاورې څخه ووزي.

ځوانانو!! تاسې ددې وطن سرمایه یاست، تاسې قوت لرئ، طاقت لرئ، خپله انرژۍ د وطن په جوړولو کې مصرف کړئ.

د ځوانانو د ښې راتلونکې په هیله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...