جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستاني پولیسو منظور پښتین نیولی

پاکستاني پولیسو منظور پښتین نیولی

تاند ( یک شنبه، د حمل ۸) د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه فعال غړي عبدالله ننګیال ویلي، چې منظور پښتین د کوهاټ پولیسو نیولی او نامعلوم ځای ته یې بیولی دی.

نوموړي دغه خبره څو شیبې وړاندې پر خپله ټویټرپاڼه کړې ده.

دغه راز د ازادي راډیو د مشال څانګې د راپور له مخې، د کرک پولیسو د غورځنګ یو بل مخکښ او له شمالي وزیرستانه د قومي اسمبلۍ غړی محسن داوړ هم نیولی او کوهاټ ته یې بیولی دی.

ویل کېږي دوی دواړه د پوځ له لوري د څلورو وژل شویو ځوانانو له جسدونو سره یوځای د اعتراض په ډول د اسلام آباد پر لور روان و.

د دې څلورو هلکانو مړي تر ۲۰ ورځو لادرکۍ وروسته د مارچ په ۲۱مه موندل شوي‌ وو.

لاریون کوونکي نن سهار وروسته له هغه د اسلام اباد په لور روان شول کله، چې جانيخېلو کې یې څو ورځني پرلت نتیجه ورنه کړ.

بل لورته یو شمېر راپورونه وایي، پاکستاني پولیسو په خیبر پښتونخوا کې د هغو زرګونو کسانو مخه نیولې ده چې اسلام اباد کې په یو پراخ لاریون کې د ګډون لپاره دغه ایالت ته روان وو.

‏لاریون کوونکي وايي، تر هغې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او د غورځنګ بل مخکښ غړی محسن داوړ خوشې شوي نه وي، له ریاست سره مذاکرات نه کوي.

سرچینې وایي، دا کسان د هغو څلورو تنکیو ځوانانو د وژنې په غبرګون کې لاریون ته راوتلي وو، چې څو ورځې وړاندې په مرموز ډول وژل شوي دي.

کلونه کېږي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د پاکستان د حکومت د ظلمونو خلاف د پښتنو په ملاتړ مبارزه پیل کړې، خو د دې غورځنګ غړي وایي، تر اوسه پاکستاني حکومت پر پښتنو له ظلمونو لاس نه دی اخیستی.

دوی وایي تر هغې به مبارزې ته دوام ورکړي تر کله، چې پر بې ګناه پښتنو ظلمونه پای ته نه وي رسېدلي.

بل لورته د پاکستان رسمي سرچینو تر اوسه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر او یوه بل فعال غړي د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

منظور پښتین او محسن داوړ داسې مهال نيول کېږي چې د تېر ۱۳۹۹ کال د کب په لومړۍ نېټه په کراچۍ کې د ترهګرۍ د قضیو څېړلو یوې محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښو غړیو د نیولو حکم صادر کړی وو.

د محکمې په حکم کې د منظور پښتین په ګډون د محسن داوړ، ثنا اعجاز او ځینو نورو مهمو غړیو د نیول کېدو امر شوی وو.

هغه مهال سرچینو ویلي وو چې، د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړیو د ډسمبر میاشت کې د پاکستاني حکومت ضد څرګندونو په تور عریضه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د همدې عریضې پر بنسټ د یاد غورځنګ مخکښ علي وزیر هم د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوی او لا هم په زندان کې شپې تیروي.

د هغه د نیول کېدو وروسته پي ټي ایم او  ګڼ شمېر پښتنو ستر ولسي اعتراضونه هم تر سره کړل خو لا هم ندی خوشی شوی.

پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر او نورو مخکښو غړیو د نیولو امر کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب