شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهعبدالله؛ د الماني سرتېرو د ماموریت غځېدو هرکلی کړی

عبدالله؛ د الماني سرتېرو د ماموریت غځېدو هرکلی کړی

تاند ( یک شنبه، د حمل ۸ ) د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په افغانستان کې د الماني سرتېرو د ماموریت د غځېدو هرکلی کړی.

عبدالله عبدالله پر خپل ټویټر لیکلي:« له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه په افغانستان کې د الماني سرتېرو د ماموریت غځېدو ملاتړ کوم او دا د سولې پروسې د تحقق برخه کې یو مهم ګام دی.»

نوموړي ویلي، دا یوه مسوولانه پرېکړه ده او دا چاره به د سولې برخه کې مثبت پرمختګ سره مرسته وکړي.

عبدالله دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې المان په افغانستان کې د خپلو سرتېرو ماموریت غځولی دی.

که څه هم طالبانو په ښکاره په دې اړه څه نه دي ویلي خو د امریکایي سرتېرو د وتلو په اړه د بایډن وروستیو څرګندونو په اړه یې سخت غبرګون ښودلی وو.

بایډن ویلي وو ښایي په ټاکلې نېټه امریکایي سرتېري له افغانستان څخه ونه وځي، خوطالبانو یې په ځواب کې ویلي وو که امریکایي سرتېري په ټاکلې نېټه ونه وځي نو دوی به یې پر وړاندې خپل عملیات له سره پیل کړي.

که له یوه لوري له افغانستان نه د بهرنیو سرتېرو پر وتلو او نه وتلو مقابلې ډلې غبرګونونه ښيي بل لورته بیا د سولې خبرې هم تودې روانې دي.

تازه د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له لوړپوړو ترکي چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د ترکیې د ولسمشر ویاند له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په دې لیدنه کې پر افغان سوله او په دغه هېواد کې پر روان وضعیت خبرې شوې دي.

سرچینه وایي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو په استانبول کې د جوړېدونکي کنفرانس په اړه هم خبرې کړې دي او ټینګار شوی چې په دې کنفرانس کې به د افغان سولې د راتګ او روانې جګړې د ختمېدو لپاره هڅه کېږي.

ترکیې ویلي چې په ترکیه کې د سولې غونډه د دوحې بدیل نه بلکې ددغه بهیر بشپړوونکې ده.

خلیلزاد تېره ورځ ترکیې ته تللی دی او ټاکل شوې چې له دې ځایه د سیمې نورو هېوادونو ته هم د افغان سولې په اړه سفرونه ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب