Homeخبرونهد نورستان والي: د لومړي ځل لپاره به دې ولایت ته د...

د نورستان والي: د لومړي ځل لپاره به دې ولایت ته د سیلانیانو تګ را تګ زیات شي

تاند ( شنبه، د حمل ۷ ) د نورستان والي وایي، تمه لري چې د لومړي ځل لپاره به سږ کال دې ولایت ته د تر ټولو وختونو په پرتله د سیلانیانو تګ راتګ کې زیاتوالی راشي.

د دغه ولایت والي حافظ عبدالقیوم وایي، د ملي پارک په توګه د نورستان د ځنګلونو تر اعلان وروسته به لومړی ځل سږ کال وي چې د ډېر شمېر سلانیانو کوربه شي.

د هغه دا خبرې داسې مهال دي چې یو کال وړاندې د نورستان ولایت ځنګلونه د ملي پارک او خوندي شویو سیمې په توګه اعلان شول.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وايي تېر کال د کرونا ویروس د خورېدو له امله دغه ولایت ته د سیلانیانو تګ راتګ بند شوی و.

د نوموړي په وینا، سږ کال به نورستان ته د سیلانیانو تګ راتګ ډېر شي ځکه تېر ۱۳۹۹ کال د کرونا ویروس د خورېدو له امله سیلانیان نه راتلل.

د نورستان والي دغه راز زیاتوي چې یاد ولایت ته د غځېدلي سړک پخول د دوی په لومړیتوبونو کې دي او ډېر ژر به پرې کار پیل شي.

باید یاده شي چې نورستان د هېواد یو ښکلی، غرنی ولایت دی، خوږې اوبه پکې بهیږي، تازه هوا لري او غرونه او درې یې په شنو ونو پوښل شوي دي.

دا ولایت د طبیعي ښکلاو له اړخه د هېواد تر ټولو ښکلی او نه راسپړل شوی ولایت بلل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د افغان ولسمشر اشرف غني له خوا د نورستان ځنګلونه، د غزني د ناور ولاړې اوبه، د کندز امام صاحب او د تخار درقد ولسوالي د ملي پارک او ندي شویو سیمو په توګه ونومول شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...