شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهپه سرپل او خوست کې د اورښتونو له امله ۱۰ تنه مړه...

په سرپل او خوست کې د اورښتونو له امله ۱۰ تنه مړه شوي

تاند (سه شنبه د حمل ۳) طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې په هېواد کې د وروستیو سیلابونو له امله لس تنه مړه شوي او درې نور ټپيان دي.

د دغه وزارت ویاند تمیم عظیمي ویلي چې تېره شپه د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د یو کور د چت نړېدو له امله پنځه کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.

په همدې حال کې په خوست کې هم د یوه کور چت لوېدلی دی چې په پایله کې یې د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي او یو بل ټپي شوی دی.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې، په دواړو پېښو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

باید وویل شي چې له تېرو درېیوو ورځو راهیسې د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د ورښتونه سره مل سېلابونه هم راغلي دي چې خلکو ته زیانونه اړولي دي.

د افغانستان د هوا پيژندنې ادارې تر دې مخکې په ګڼ شمېر ولایتونو کې د باران له امله د سېلابونو راوتلو خبر ورکړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب