شنبه, سپتمبر 28, 2024
Home+په امریکا کې د سیند زرغونې اوبه او د خلکو حیرانتیا

په امریکا کې د سیند زرغونې اوبه او د خلکو حیرانتیا

تاند ( سه شنبه، ۱۴۰۰ د حمل ۳) د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې کله چې د شیکاګو اوسیدونکي سهار له خوبه راویښ شول  دوی په سیند کې زرغونې اوبه ولیدلې او سخت ورته حیران شول.

د رسنیو د معلوماتو له مخې دشیکاګو سیند د اوبو رنګ هر کال د مارچ په ۱۷ مه نېټه بدلیږي مګر داځل یوازې د مارچ په ۱۴ مه نېټه دا صحنه ولیدل شوه.

ښاریانو په انټرنیټ کې د زرغون سیند او زرغونو اوبو تصویرونه او ویډیوګانې په خپلو ټولنیزو رسنیو خپاره کړي.

په انځورونو او وېډیوګانو کې لیدل کېږي چې اوبه په روښانه ډول زرغونې لیدل کیږي.

امریکایي رسنۍ وایي د عیسوي مذهبي ورځې، ایس ټي پیټریک ورځې په مناسبت هر کال د اوبو رنګ زرغون کوي.

د رسنیو د معلوماتو له مخې دغه کلتوري دود له ۱۹۶۲ کال راهیسې په شیکاګو کې نمانځل کیږي.

سږکال د شیکاګو ښاروال د مارچ په ۱۴ مه نیټه د سیند اوبه زرغونې کړي ترڅو ښاریان حیران کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی