شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهقراردادي روغتيايي بنسټونو ته د طالبانو خبرداری

قراردادي روغتيايي بنسټونو ته د طالبانو خبرداری

تاند (شنبه د حوت ۳۰) طالبانو تر خپلو کنټرول لاندې سيمو کې قراردادي روغتيايي بنسټونو ته خبرداری ورکړی چې که چېرې خپل مسؤليتونه په سمه توګه ترسره نه ‌کړي، فعاليتونه به يې وځنډوي.

دغې ډلې نن شنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، سره له دې چې يو شمېر قراردادي روغتيايي بنسټونه له اړوندو بنسټونو پوره بوديجه ترلاسه کړې، خو له کاره يې اوږې سپکې کړي او د مسؤليتونو په ترسره کولو کې يې ناغېړي کړې.

په اعلامیه کې راغلي، دغه بنسټونه له مسؤليته تېښتې لپاره پلمې لټوي چې له کبله يې د بوديجې حيف او ميل او اداري فساد لپاره لاره هوارېږي.

په اعلامیه کې له دغو بنسټونو غوښتل شوي، د هغې طرحې پر بنسټ چې له مخې يې دوی بوديجه ترلاسه کړې، ټول روغتیايي او خدماتي پرسونل استخدام کړي او د درملو او روغتیا اسانتیاوې په وخت سره ورسوي.

طالبانو دغه راز له دې بنسټونو غوښتي چې د ډاکټرانو، د روغتيايي او نورو خدماتي مرکزونو د کارکوونکيو معاشونه هم په خپل وخت ورکړي.

طالبانو قراردادي روغتيايي بنسټونو ته د روان ميلادي کال د اپرېل مياشتې تر نيمايي پورې وخت ورکړی، تر څو خپل مسؤليتونه په سمه توګه ترسره کړي او که دا کار ونه کړي دوی به لاس په کار شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب