شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهافغانستان زمبابوې په ۳یمه پرلپسې سیالۍ کې هم مات کړ

افغانستان زمبابوې په ۳یمه پرلپسې سیالۍ کې هم مات کړ

تاند( شنبه، د حوت ۳۰) ‏افغانستان زمبابوې ته په درېیمې شل اوریزې سیالۍ کې هم د ۴۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دا لوبه نن له غرمې وروسته ترسره شوه.

افغانستان پچه وګټله او لومړی یې توپ وهنه پیل کړه چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې مقابلې لوبډلې ته د ۱۸۴ منډو ستر هدف په مخ کې کېښوده.

افغانستان لپاره په توپ وهنه کې نجیب ځدراڼ ۷۲، عثمان غني ۳۹ تز نورو ډېرې منډې وکړې.

زمبابوې ټاکل شوی هدف پوره نشو کړای او د ۵ لوبغاړو په سوځېدو یې یواځې ۱۳۶ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۴۷ منډو په توپیر بایلوده.
سکندر رضا ۴۱ او راین برل ۳۹ تر نورو ډېرې منډې وکړې.

افغانستان لپاره په توپ‌اچونه کې کریم جنت ښه وځلېد او دوه ویکټې یې واخیستې.

په دې لوبه کې نجیب ځدران په شل اوریزه سیالیو کې خپلې ۱۰۰۰ منډې پوره کړې خو فضل الحق فاروقي چې لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه یې وه په خپل نوم لومړۍ وېکټه ثبت کړه او یو لوبغاړی یې وسوځوه.

افغانستان له دې وړاندې په دوه لومړنیو نړیوالو شل اوریزه لوبو کې هم زمبابوې ته ماتې ورکړې وه.

افغانستان په درې واړه شل اوریزه لوبو کې لومړی توپ وهنه وکړه او زمبابوې یې بیا پوره کولو کې پاتې راغله.

د یادونې ده چې افغانستان له دې وړاندې زمبابوې سره د ټېسټ لوبو لوبلړۍ هم ترسره کړه چې یوه یې وګټله او یوه یې بایلوده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب