جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد نوي کال په څلورمه ورځ د کمال خان بند پرانېستل کېږي

د نوي کال په څلورمه ورځ د کمال خان بند پرانېستل کېږي

تاند ( شنبه، د کب ۳۰)  د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره خبر ورکوي چې د نوي کال په څلورمه ورځ به د کمال خان بند په رسمي ډول پرانیستل شي.

د دغې ادارې ویاند نظام الدین خپلواک تاند سره خبرو کې وایي، ټاکل شوې د نوي کال په څلورمه ورځ کمال خان بند د ولسمشر اشرف غني په ګډون د کابېنې د ګڼو غړیو په شتون کې پرانیستل شي.

دغه ادارې په خپله فیسبوک پاڼه د کمال خان بند د پرانیستو د مراسمو چمتووالي عکسونه خپاره کړي چې پکې ښکاري د یاد بند شاوخوا د افغانستان په درې رنګه بیرغونو پوښل شوې ده.

د اوبو د تنظیم ملي اداره دغه راز زیاتوي، کمال خان بند چې له اقتصادي پلوه ځانګړی اهمیت لري ځانګړو مراسمو په ترڅ کې به پرانېستل شي.

خپلواک وایي، د کمال خان بند په شمول څه ناڅه يو نيم سل مهمې او سترې ملي او لویې پروژې نورې هم پرانېستل کېږي.

د معلوماتو له مخې، کمال خان بند د ۵۲ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخېره کولو وړتیا لري او د دې تر څنګ به ۱۷۴ زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.

دا په داسې حال کې ده چې کمال خان بند چې په چهاربرجک ولسوالي کې د هلمند پر سیند جوړ شوی، د ۹ مېګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت هم لري.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وایي، په کمال خان بند کې د اوبو د راګرځولو چارې پیل شوي، اوس مهال د سیستان وچه دښته سپېره نه، بلکې له اوبو ډکه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب