جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+شپږويشتم عامه کتابتون پرانيستل شو

شپږويشتم عامه کتابتون پرانيستل شو

راپور: حبیب وقار
د کلي عامه کتابتون له لوري د وردګ ولایت، سيداباد ولسوالۍ په شش کلا (شج ګاون) سيمه، د انصارالمومنين په عالي ليسه کې شپږويشتم عامه کتابتون د قاري محمد ايمل له لوري د قران عظيم الشان په سپېڅلو ایتونو سره تېره ورځ د ۱۳۹۹لمريز کال د کب مياشتې په ۲۹مه پرانيستل شو. د غونډې د وياندويي چارې د يادې ليسې د استاد سيد ولي سيال په غاړه وې. ورپسې د همدې ليسې او سيمې په استازولۍ د انصارالمومنين عامه کتابتون مسول د ښه راغلاست وينا وکړه او د کلي عامه کتابتون د دې لوی خدمت ستاينه او مننه يې وکړه.
غونډې ته د کلي عامه کتابتون مشر مجيب الرحمن محمودي خبرې وکړې، نوموړي په خپلو خبرو کې د کلي عامه کتابتون موخې، ترسره شوي کارونه او تګلارې بيان کړې، د سيمې له خلکو يې وغوښتل د کتابتون ښه ساتنه وکړي او خپلې کورنۍ مطالعې ته وهڅوي، نوموړي زیاته کړه: «همدا مطالعه ده چې دا ويجاړ هېواد به بېرته جوړوي، له مطالعې پرته زموږ سترګې او ذهنونه پټ دي په مطالعې سره کولای شو له نړۍ خبر شو او خپل کور او سيمه جوړ کړو.»
يادې غونډې ته مولوي ثمرګل، قومي مشر ملا عبدالحليم، محمد خالص همت، محمد زبير حقمل، اديب همایون بهادري، عبدالله نظري، محمد حماد، مولوي فضل الرحمن نعماني، قاري مطيع الله هدايت، خالص اديب، نثار احمد زينورين خبرې او شعرونه وويل او غونډه د فضل الرحمن نعماني په دعا سره پای ته ورسېده.
د یادولو وړ ده چې یاد کتابتون په ۲۳۰۰ کتابونو چې په دې کې ۲۶۰ ټوکه د ماشوم د ادبياتو کتابونه وو او د کتابونو الماريو، فرش او ځینو اړینو وسايلو سره پرانيستل شو.
په پای کې د انصار المومنین عامه کتابتون له لوري د کلي عامه کتابتون غړو ته د عزت پګړۍ ور په سر شوې او ستاينليکونه ورکړل شول او ورپسې د غونډې ټول ګډون وال د کتابتون د ليدو په موخه کتابتون ته ورغلل او په ډېره خوښۍ سره يې د کتابتون کتابونه ننداره کړل.
د يوې داسې ورځې په هيله چې د هېواد په هر ښوونځي کې يو کتابتون جوړ کړای شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب