شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهکندهارکې ماین چاودنې دوو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

کندهارکې ماین چاودنې دوو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند ( یک شنبه، دحوت ۱۷)  په کندهار ولایت کې ماین چاودنې یو پولیس وژلی او یو بل یې ټپي  کړی دی.

امنیتي سرچینې وایي چې نن سهار نهه نیمې بجې  د کندهار ښار نهمې حوزې اړوند د شهید خاکرېزوال لېسې ته څېرمه د پولیسو پر رنجر موټر چاودنه شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې د دې چاودنې په پایله کې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د چاودنې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

دا چاودنه داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د هېواد په لویو ښارونو کې هدفي وژنې او بمي چاودنې ډېرې شوي چې دې چارې عام ولسونه اندېښمن کړي دي.

عام خلک له امنیتي ادارو غواړي چې د دا ډول پېښو د مخنيوي په برخه کې هڅې چټکې کړي او عاملین یې ونیسي.

دوی په امنیتي ادارو له دې امله نیوکه کوي چې دوی له دې وړاندې د هېڅ پېښې د عاملینو په نیولو نه دي بریالي شوي او تل یې د نیولو ډاډ ورکوي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې ‏تېر ماښام ۷ بجې د کونړ په مرکز اسعداباد کې د یوې هټۍ مخې ته د ګازډبې چاودنې شلو تنو ته مرګ ژوبله اړولې.

د کونړ امنیه قومندان محمدیوسف مظلومیار وایي په دې پېښه کې ۱۹ تنه ټپيان شوي او یو تن وژل شوی دی.

عیني شاهدان بیا او امنیتي چارواکي وایي دا پېښه د کبابو په یوه رسټورانټ کې رامنځته شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب