شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+چینايي پوهان د داسې روباټ د جوړېدو خبر ورکړی چې د سمندر...

چینايي پوهان د داسې روباټ د جوړېدو خبر ورکړی چې د سمندر په تل کې څېړنې کولی شي

تاند (یکشنبه د حوت ۱۷) چینایي پوهانو اوس د سمندر په تل کې د پلټنو په موخه د یوه داسې روباټ د جوړونې خبر ورکړی چې هغه به د سمندر په تل کې وکولی شي، د دوی د ډلې پوښتنو ته ځوابونه را پیدا کړي او له دوی سره په څېړنو کې مرسته وکړي.

د چینايي پوهانو دې ډلې ویلي چې دې روباټ شاوخوا ۳ زره متره لاندې مزل کړی او هلته یې د چین سمندر په لاندینۍ برخه «ماریانا خندق» کې د څېړنو لپاره لا هم ۸ زره متره لاندې برخې ته د تلو اړتيا لري.

د راپورونو له مخې د چینايي پوهانو روباټ په دې سفر کې له سختو ننګونو او خنډونو سره مخ شوی چې د اوبو جوش/ زور او د هوا قوت یې ځای، ځای مخه ډب کړې ده.

خو چینايي پوهان خوښي ښکاره کوي چې دا روباټ به شاوخوا ۱۱ زره متره لاندې په بریالیتوب سره ځان ورسوي او هلته به خپل کار پیل کړي.

راپورونه وايي، تر دې دمه د یو څو څېړنیزو عملیاتو په جریان کې د سمندر په دې ژورو کې یو لړ ژوندي موجودات موندل شوي چې د ځمکې پر مخ موجوداتو سره زیات توپیر لري.

د چینايي پوهانو په وینا، اوس د دې وخت دی څو روباټونه او تخنیکي الات د انسان غوندې کار او زیار وګالي، تر څو په نړۍ کې نوي نوي بدلونونه رامنځته شي.

د معلوماتو له مخې چینایي ساینسپوهانو دا روباټ داسې جوړ کړی چې د نورو موجوداتو لپاره تر ډېره اشنا موجود ښکاري او په همدې اساس ورسره د سمندر په تل کې موجودات کومه ستونزه نه لري.

د چینايي پوهانو یادې ډلې ویلي چې روباټ ټول تخنیکي قوتونه او د برېښنا ذخیره لري چې د اړوند ستونزې د کمښت په صورت کې له مرکز څخه ورته مرسته رسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب