جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهکرنې وزارت: د وچکالۍ له امله ښایي ۳ میلیونه ټنه غله کمه...

کرنې وزارت: د وچکالۍ له امله ښایي ۳ میلیونه ټنه غله کمه شي

تاند ( یک شنبه، د حوت ۱۷) د افغانستان د کرنې اوبو لګونې وزارت مسوولان وایي راتلونکی کال په هېواد کې د وچکالۍ احتمال شته.

کرنې وزارت وایي ښایي له دې وچکالۍ سره د غلې دانې اړتیا هم ډېره شي.

 د یاد وزارت وزیر انورالحق احدي وایي په راتلونکي ۱۴۰۰ کال کې په هېواد کې شاوخوا درې میلیونه ټنه غلې ته اړتیا پېښېږي او په وینا یې راتلونکی کال به وچکالي د غنمو او نورو توکو په حاصلاتو کې کموالی راولي.

احدي وایي له همدې امله ښایي دوی د ۲،۹ میلیونه ټنه غنمو له کمبود سره مخ شي.

د کرنې وزیر زیاتوي چې همدا اوس هم دوی د ۱،۵ میلیونه ټنو غلې کمبود لري چې د وچکالۍ په ډېرېدو سره به دا اړتیا لوړه شي.

نوموړي ویلي، دوی له بهرنیو هېوادونو د غنمو د اخیستلو په لټه دي خو تر څنګ یې له نړیوالو مرستندویه موسسو هم د مرستو غوښتنه کوي.

احدي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې اټکل کېږي روان کال به په ورښتونو کې ۳۰ سلنه کموالی راشي او د هېواد ځینې برخې به د وچکالۍ له امله زیانمنې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...