شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+هغه هیواد چې یو ملیون یې نیم ډالر کېږي

هغه هیواد چې یو ملیون یې نیم ډالر کېږي

تاند(یکشنبه، د حوت۱۷) د وینزویلا مرکزي بانک وايي، راتلونکې اوونۍ به یو ملیون بولیواري بانکنوټونه چاپ کړي.

په وینزویلا کې په ۲۰۱۸ کال انفلاسیون کابو یو ملیون سلنه او په ۲۰۱۹ کې کابو ۱۰ ملیون سلنه و.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د تېر کال په پرتله سږ د انفلاسیون اندازه یو څه کمه شوې او له همدې کبله د وینزویلا مرکزي بانک اټکل کوي چې د جنورۍ په میاشت کې به ۲۶۶۵ سلنې ته رسېدلی و خو بیا هم په نړۍ کې بې ساری دی.

د وینزویلا د حکومت د رسمي نرخ پر اساس یو ملیون وینزویلايي پیسې یا بولیوار له ۵۲ امریکايي سینټو (کابو نیم ډالر) سره برابرېږي.

د وینزویلا مرکزي بانک وايي، پر یو ملیون بولیواري بانکنوټونو سربېره غواړي چې د ۱۰ زرو تر ۵۰۰ زرو بولیواري نوټونه هم چاپ کړي.

په تېرو اوو کلونو کې له یوې خوا د تېلو بیه ډېره ټیټه شوې، چې د وینزویلا د عایدو ستره سرچینه ګڼل کېږي، او له بلې خوا په دې هیواد کې فساد، د ادارې کمزوتیا او د امریکا بندیزونو د دې هیواد اقتصاد سخت زیانمن کړی دی.

سره له دې چې وینزویلا په نړۍ کې د تېلو سترې زېرمې لري خو دا هیواد د ورځې یوازې ۴ لکه بېرله تېل تولیدوي او د دې لپاره چې خپل چاڼځایونه یې له کاره لوېدلي، مجبوره دی چې د خپل مصرف لپاره تصفیه شوي تېل له بهره وارد کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب