چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهد سویډن رسنۍ د خپل هیواد د حملې عامل یو افغان وباله

د سویډن رسنۍ د خپل هیواد د حملې عامل یو افغان وباله

تاند(پنجشنبه، د حوت ۱۴) د سویډن رسنیو نن وویل، هغه کس چې پرون یې په دغه هیواد کې ۷ تنه په چړې ووهل، یو افغان دی چې په ۲۰۱۸ کال یې دغه هیواد ته پناه وروړې وه.

د سویډن پولیس په دې اړه څېړنې کوي چې ایا په ویتلاندا ښار کې پرونۍ پېښه، چې په لړ کې یې لږترلږه ۷ تنه ژوبل شول، په تروریستي انګېزه شوې او که له ترهګرۍ سره تړاو نه لري.

پولیسو نن سهار د ټپیانو شمېر په ډاګه کړ خو نور جزییات یې څرګند نه کړل خو سویډني رسنۍ وايي چې په دې حمله کې یو تن ۲۲ کلن افغان په لاس لرلو مشکوک دی.

حمله کوونکی، چې د پولیسو په مرمۍ پر پښه ویشتل شوی اوس په روغتون کې دی.

د سویډن په جنوب کې د ویتلاندا ښار پولیسو فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې حمله کوونکي له یوې تېرې وسیلې څخه کار اخیستی خو سیمه ییزې رسنۍ وايي چې په برید کې له چړې کار اخیستل شوی دی.

پولیسو په پیل کې دا پېښه د قتل هڅه بللې وه خو وروسته یې وویل چې غالباً دا یوه تروریستي حمله وه.

پولیس وايي، د حمله کوونکي سابقه یا ریکارډ ښيي چې پخوا یې په ټیټه پیمانه د مخدرو موادو د استعمال په شمول واړه جرمونه کړي دي.

د مشکوک حمله کوونکي د پښې د ټپ د ژوروالي په اړه څه نه دي ویل شوي خو پولیس وايي چې پوښتنو ته ځواب ویلی شي.

د سویډن صدراعظم سټیفان لوفین دا برید غندلی او هغه یې وحشتناک تشدد بللی دی.

سویډن او نور سکنډنیايي هیوادونه د نړۍ تر ټولو امن او سوکال هیوادونه ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب