جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهزلمي خلیلزاد د افغان سولې په موخه نوی سفر پیل کړ

زلمي خلیلزاد د افغان سولې په موخه نوی سفر پیل کړ

تاند ( دوشنبه، د کب ۱۱ ) د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سیمې ته خپل سفر جرمني ته له رسېدو پیل کړی او تمه ده، چې قطر، افغانستان، پاکستان او عربي متحدو اماراتو ته هم سفرونه وکړي.

د امریکا د نوې ادارې په چوکاټ کې دا لومړی ځل دی، چې خلیلزاد په سفر ووځي.

هغه دا سفر په داسې مهال پیل کړی چې دوحه کې د افغان دولت او طالب استازو تر منځ د سولې خپلمنځي خبرې خورا ورو پرمخ روانې دي.

د امریکا د نوي حکومت لخوا د افغان سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دندې له غزولو وروسته؛ زلمي خلیلزاد خپل کاري سفر له خپل نوي مرستیال سره په ګډه له جرمني پیل کړ.

دی به له هغه هېواده افغانستان، قطر، پاکستان، عربي متحده اماراتو او ځينو نورو هېوادونو ته هم سفرونه ولري او د افغان سولې د خبرو د بري لپاره به د دې هېوادونو ملاتړ او مرسته تر لاسه کړي.

زلمي خلیلزاد دا سفر په داسې حال کې پیل کړی، چې په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرې له یو څه ځنډ وروسته تېره اوونۍ بیا پیل شوي دي؛ خو ډېرې ورو پرمخ روانې دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت مسوولين تمه ښيي، چې د خلیلزاد دا سفر به د افغان سولې د خبرو له چټکېدو سره مرسته وکړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري ویلي، دوی د امریکا د ځانګړي استازي له سفر هرکلی کوي او هیله من دي چې دا سفر د سولې خبرو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د افغانستان په روان کړکېچ کې ښکېل یو شمېر کورني او بهرني ارخونه پر طالبانو تورلګوي، چې تاوتریخوالی یي ډېر کړی.

افغان حکومت په دې تمه دی، د زلمي خلیلزاد دا سفر به په افغانستان کې تاوتریخوالی کم او اوربند ته لار اواره کړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال ویلي؛ د افغانستان حکومت او د نړۍ ډېر شمېر هېوادونه له طالبانو غواړي، چې پر خبرو ټینګار وکړي او تاوتریخوالی کم کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له امریکا سره د سولې د رامنځته کېدو د تړون د لومړۍ کالیزې په څرګندونو کې له امریکا غوښتي، چې له لاسلیک شوي تړون سره سم خپلو اړوند ژمنو ته غاړه کېدي او پرته له دې به د سولې بهیر زیانمن شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب