جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکورنیو چارو وزیر د لوړ پوړي پلاوي په ملتیا کندهار ته تللی

کورنیو چارو وزیر د لوړ پوړي پلاوي په ملتیا کندهار ته تللی

تاند ( دوشنبه، د حوت ۱۱) د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي او د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره کندهار ولایت ته تللي دي.

دوی داسې مهال کندهار ولایت ته په سفر ځي چې له تېرو څو ورځو راهیسې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې درنه جګړه روانه ده.

د یاد ولایت د امنیتي مسوولانو په خبره په ارغنداب ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه پراخ نظامي عملیات پيل کړي دي.

کندهار ته تللي امنیتي پلاوی وايي چې افغان ځواکونو زیاتې سیمې د وسله والو له شتونه پاکې کړي دي.

د کورنیو چارو وزیر د زابل کندهار پر لویه لار د لویو موټرو له چلوونکو سره هم له نږدې خبرې کړي.

موټرچلوونکو پر دې لاره له شته فساده ورته شکایت کړي او نوموړي ورته دحل ډاډ ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د لویو موټرو چلوونکو په لویو لارو د فساد له امله کاربندیز کړی وو چې ورسره په هېواد کې د توکو بیې هم لوړې شوې وې.

خو د یوې اونۍ کاربندیز وروسته حکومت ژمنه وکړه چې د دوی ستونزو ته به رسیده ګي کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب