Home+نبي په پي اېس اېل کې چټکه پنځوسیزه ووهله

نبي په پي اېس اېل کې چټکه پنځوسیزه ووهله

تاند ( دوشنبه، د حوت ۱۱) د پاکستان په سوپر ليګ په یوولسمه لوبه کې محمدنبي چټکه پنځوسيزه يې ووهله خو لوبډله یې بریالۍ نه شوه.

هغه د خپلې لوبډلې لپاره په ۳۵ توپونو چټکې  ٥٧ منډې جوړې کړې چې ۳ شپږیزې او ۴ څلوریزې په کې شاملې وې.

دا لوبه چې د کراچۍ کنګز او لاهور قلندرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه د کراچۍ کنګز لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه اوټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په زیان ۱۸۶ منډې جوړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۱۸۷ منډو هدف وټاکه.

د لاهور قلندرز له خوا شاهين شاه افريدي ښه توپ اچونه ترسره او ٣ لوبغاړي يې وسوځول.

لاهور قلندرز لوبډلې که څه هم پيل کمزوری وو خو د ډنک او فخرزمان ملګرتیا یاده لوبډله بریالۍ کړه.

لاهور قلندرز لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۲۰ ام اور کې د ۴ لوبغاړو په زیان پوره او لوبه یې وګټله.

فخرزمان ۸۶ او ډنګ بیا د خپلې لوبډلې لپاره ۵۷ منډې جوړې کړې.

د لوبې غوره لوبغاړی شاهین افریدی ونومول شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...