جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکاپیسا کې له طالبانو سره د القاعده غړي وژل شوي

کاپیسا کې له طالبانو سره د القاعده غړي وژل شوي

تاند(دوشنبه، د حوت ۱۱) افغان امنیتي ځواکونو په کاپیسا ولایت کې ۳۰ وسله وال وژلي، چې په وژل شویو کې ۱۶ یې د القاعده شبکې غړي دي.

له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ګډو افغان امنیتي ځواکونو د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په دره افغانیه سیمه کې د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۳۰ طالب وسله وال وژلي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې په دغه ۳۰ وسله والو کې ۱۶ یې پاکستاني وګړي او د القاعده شبکې فعال غړي وو، چې ۶ تنه نور یې ټپيان شوي هم دي.

د خبرپاڼې په وینا، چې په یادو عملیاتو کې د نجراب ولسوالۍ، د حاجیانو، خلیفه ګانو، ذاکرخیلو، بداخیلو او دره افغانیه سیمې له طالبانو څخه پاکې شوي او د طالبانو ګڼ شمیر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.

ملي دفاع وزارت زیاتوي، چې لا هم په سیمه کې عملیات دوام لري.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د دوحې په هوکړه کې طالبانو ژمنه کړې وه چې له القاعده شبکې سره به اړیکې پرې کوي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې طالبانو په یوه اعلامیه کې خپلو سیمه ییزو قومندانانو ته امر وکړو چې نور به بهرنیو جنګیاليو ته خپلو لیکو کې ځای نه ورکوي.

افغان حکومت او امریکا په څو ځله طالبان تورن کړل چې دوی اوس هم له القاعده شبکې سره اړیکې لري خو طالبان بیا دا تورونه ردوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب