جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهملي دفاع وزارت: هغه تبلیغات نا سم دي چې ګواکې طالبان پیاوړي...

ملي دفاع وزارت: هغه تبلیغات نا سم دي چې ګواکې طالبان پیاوړي شوي

تاند ( دوشنبه، د کب ۱۱ ) ملي دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونه اوس د هر ډول ګواښ پر وړاندې د مبارزې وړتیا لري او هغه تبلیغات ناسم دي چې ګواکي طالبان پیاوړي شوي دي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل وایي، افغان پوځیان اوس پیاوړي دي او هغه اوازې نا سمې دي چې طالبان به د پسرلي په راتګ سره سختې جګړې وکړي.

ښاغلي میاخېل نن د افغان ځواکونو لپاره په یوه جوړ شوي نندارتون کې د خبرو پر مهال وویل چې طالبانو تر اوسه جګړې ته ادامه ورکړې ده او دوی له سره جګړه کمه کړې نه ده، نو له همدې امله د دوی له لوري د سختو جګړو ګواښونه بې مانا دي.

میاخیل زیاته کړه چې افغان پوځ پياوړی دی او ټول حکومت د سولې ملاتړ دی، خو که طالبان د سولې لار نه خپلوي افغان ځواکونه به یې پر وړاندې سخته جګړه وکړي.

د نوموړي وینا افغان ځواکونه د خلکو د ساتلو او له هېواد ددفاع لپاره بشپړ تیاری لري او د هر ډول ګواښونو په دفع کولو کې به خپلې هڅې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل او د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي تېره ورځ کندهار ولایت ته تللي وو او هلته یې د سرتېري ورځ د نمانځنې په پار سربازان په مکافاتو ونازول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب