د روسيې هېواد مشهور ليکوال «ګريګوري پتروف» په ۱۹۲۰ میلادي کال له روسيې (پخواني شوروي اتحاد) څخه استانبول او بیا سربیا ته کډوال شو.
وروسته يې په یوګوسلاويا کې ډېر کتابونه وليکل، د نوموړي يو اثر چې «د یوه ملت ویښېدل د سپینو زنبقو ګلونو په ځمکه کې» نومېږي د پروفیسور علي حیدر له خوا په ۱۹۲۹ میلادي کال په انقره کې له بلغاريايي ژبې څخه فارسي ته وژباړل شو.
په دې اثر کې پتروف د فنلند د خلکو په هکله ډېرې په زړه پورې څرګندونې کړې دي.
پتروف په خپل اثر کې لیکي:«په ډېرو اروپايي، اسيايي او افریقايي هېوادونو کې وګرځېدم، تر څنګ يې فنلند ته چې یو وخت د سويډن او بيا د روسيې مستعمره وه هم لاړم. هغه ملت چې ما په فنلاند کې ولیده، په بل ځای کې يې ما ساری ونه ليده. د دوی احساس د خپل هيواد په هکله او د دوی اخلاق او مدني ژوند له باور څخه پورته و.
دوی خپل هیواد چې د کاڼو او اغزیو ډکه سيمه يې بلله، په ګلستان او د سپینو زنبقو ګلونو په سیمه بدله او خپل ملت يې د يو وجود په څېر سره یو کړ.»
پتروف ليکي:
«زه دې پايلې ته ورسيدم چې دا ملت د ځمکې خلک نه بلکې له اسمان څخه د انسانانو په لباس کې ملايکې را کښته شوي دي. له یوه فنلندي څخه مې پوښتنه وکړه چې تاسو ولې په ښاري بسونو کې د ټکټ د کنترول مامور نه لرئ؟ د هغه ځواب دا و، چی موږ پر خپل ملت باور لرو. که چيرې باور ونه لرو بیا به ټول ملت یوازې د يوه او بل په کنترول بوخت او نور کارونه چې د هیواد ابادول دي ترې پاتې وي.»
دی ليکي:
«دوه اونۍ په يوه هوټل کې و اوسيدم، په اخره ورځ مې د هوټل له مسئول څخه پوښتنه وکړه چی زما د اوسيدلو څو پيسې کيږي. هغه راته وویل چې څو ورځې اوسېدلی يې او څو ځلې دې په هوټل کې ډوډۍ خوړلې ده؟ څه چې ما ورته وويل د هغو ورځو او ډوډۍ پيسې يې حساب او له ما څخه يې واخیستې. دوی ټول په يوه او بل باور او یو او بل ته درناوی لري. دوی د هيواد سره مینه، د خپل هیواد جوړول، د یوه واحد وجود په څير د ملت په توګه د ټولو خلکو یو کول خپله اصلي او لومړنۍ دنده ګڼي.»
پتروف ليکي:
«په لومړي ځل په فنلند کې د روڼاندۍ په اصلي مانا پوه شوم. دوی د روڼاندي په هکله وايي، روښانفکر هغه چا ته نه وايي چې یوازې د ښکلي او مدرن لباس، خولۍ، نیکټايي او ښکلي کمیس په غاړه کول يې زده وي، بلکې روښانفکر د خپل ملت مغز وي. ملت پر دوی او دوی پر خپل ملت باور لري، د یوه او بل په چوپړ او يوه او بل ته درناوی کوي. په هغه ارزښتونو چې پوهیږي، د خپلو خلکو که بزګر وي، که کارګر وي او که مامور وي په واک کې ورکوي. خپلو خلکو ته د کار کولو، په ټولنه کې د ژوند کولو، له هیواد سره د مينې او د خلکو تر منځ د يووالي سبق ورکوي. خلکو ته په ډیرو اسانو شرايطو د ژوند کولو، د ارزانه کورونو جوړولو، د روغتیا، په کار کې د ډسپلین، د خپلو او نورو په حقوقو د پوهيدلو، د ځان په څير د نورو جوړولو، د دوی او خلکو تر منځ د اړيکو، ټول هيواد ته د يوه ګډ کور او ټول ملت ته د ګډې کورنۍ په توګه کتلو، د ټولو فنلنديانو که کارګران دي، که بله هره دنده لري د هیواد وال په سترګه کتلو درس ور کوي. که دغه صفات او ارزښتونه ولري، هغوی روښانفکران، د هيواد او هیوالو په منځ کی د درناوي وړ دي. د دې تر څنګ هغه څوک چې د ملت له پاره جهالت، ناروغۍ او ټول ناروا کارونه د شرم تر څنګ د ګناه په سترګه ګوري او په له منځه وړلو کې يې هلې ځلې کوي، دوی ته وايي روښانفکران او د یوه ملت ویښیدل.»
د ویښ ملتونو هر غړی هر څه له خپل ځان څخه غواړي، تل د دې په فکر کې نه وي چې نور د ده په چوپړ کې وي. تل يې لاسونه نورو ته اوږده او کار يې یوازې شکايت او ګیلې نه وي. ویښ ملتونه په خپله کار کوي. په خپله يې ګټي او په خپله يې څټي. د نورو په پرمختګ خوشحاله کېږي او د بېوزلي لاسنیوی کوي، په دې کار کې ریاکاري هم نه خوښوي.
یو او بل ته درناوی کوي، په ګډه خپل هيواد جوړوي، له فساده ځان ساتي، د یوه او بل په جوړولو کې برخه اخلي، له خپل هيواد سره مينه کوي، یوازې جګړې د هيواد په ګټه نه بولي. د فنلنديانو په څير له خپل هیواد څخه د سپینو زنبقو او غاټولو سيمه جوړوي.
دې ته وايي د ملت ویښیدل.
پتروف د فنلند د وسله والو ځواکونو په هکله ډیر په زړه پورې مطلب ليکلي دي چې که ژوند و په بله ورځ به پرې تم شم.