یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeروغتیاکه غواړئ نرۍ ملا او مناسب وزن ولرئ

که غواړئ نرۍ ملا او مناسب وزن ولرئ

تاند ( جمعه، د کب ۸)  د مناسب وزن او نرۍ ملا لرل اکثره د ښځینوو ارمان وي خو بې پامه او وزن لرونکي خواړه ترې ټولې هیلې واخلي نه بیا په ورزش کمیږي او نه یې بله کومه لار ورځي

طبي څیړونکي وایي، د وزن مناسب ساتلو او په جلد کې د تازه والي راوستلو لپاره د هغو خوړو خوړل پکار دي چې په ډیره اندازه اوبه ولري.

دوی دا هم وایي چې همداسې اوبه ښایې ډیرو خلکو ته څښل مشکل وي خو په خوړو کې بیا دغه چاره یو څه اسانه کیږي او باید د خوړو له لارې ترې ګټه واخیستل شي.

د څېړوونکو په باور، تازه سبزیانې او میوې د پریمانه اوبو لرونکې دي او په استعمال سره یې نه یوازې دا چې ستاسو وزن کم ساتل کیږي بلکې د پوستکې ښکلا مو لا پسې زیاتیږي

څېړونکي زیاتوي چې که تازه سبزیجات او میوې خوراک سره مو بدن کې پورته بدلونونه رانغلل د صحت پوره زمانت درکوي چې ډيرو ناروغیو نه به وژغورل شئ

1 COMMENT

  1. تر لوی عنوان لاندي ووړ متن او ورسره د کالو خر څولو موډل تصویر خپرول، په لوستونکو باندي سم صفا ریشخند وهل دي.
    د بې مضمونۍ دي کور وران شي. دا ډول لیکني په تاند کې خپرول لکه د تږي په سراب باندي غولیدل داسي دي.
    څیړونکي وايي!
    کوم څیړونکې؟
    چیرته؟
    څه وخت؟
    چاغ خلک به ناکې د اوبو په زیاتو څښلو عادت کړئ، په نتیجه کې به ډنګر خو نه شي چې نه شي، بلکه د فشار په مریضي به یې مبتلا کړئ.

    کله چې یو څوک لیکنه کول غواړي، نو ولي ځان ته زحمت نه ورکوي چې مناسبه یې ولیکي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب