یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهحکمتیار وايي ارګ نه محاصره کوي، خو پر کابل ټولې لارې بندوي

حکمتیار وايي ارګ نه محاصره کوي، خو پر کابل ټولې لارې بندوي

تاند (جمعه د حوت ۸) د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وايي، د حکومت له خوا د دوی د غوښتنو د نه منلو په غبرګون کې پر کابل ټولې لارې تړي.

نوموړي نن د جمعې د لمانځه په خطبه کې وویل، نه پر ارګ ورخېژي، نه يې محاصره کوي، خو کابل ته له څلورو خواوو راغلې ټولې لارې تړي.

هغه وايي، د لارو تر تړلو مخکې به خلکو ته خبر ورکوي چې کابل ته دې نه راځي او بيا چې يې لارې وتړلې، تر هغه وخته يې نه خلاصوي چې غوښتنې يې منل شوې نه وي.

حکمتيار څو ورځې وړاندې هم د حکومت له خوا د دوی د بنديانو د نه خوشې کولو په غبرګون کې د ارګ د محاصره کولو او پر دېوالو ور ختلو ګوته څنډلې وه.

هغه ویلي و چې که چېرې یې حکومت غوښتنې ونه مني، ارګ به محاصره کړي او پراخ لاریونونه به وکړي.

نوموړي د خپلو خبرو پر مهال په ارګ کې حاکمه کړۍ فاسده او بېکاره وبلله او زیاته یې کړه چې له خپلو پلویانو به وغواړي چې دغه کړۍ د پرچمیانو په څېر محاصره کړي.

باید وویل شي چې د حکمتیار دغو څرګندونو پر افغان چارواکو سربېرو د خواله رسنیو د ګڼ شمېر فعالانو غبرګونونه وپارول او د نوموړي دا ډول څرګندونې یې بې مانا وبللې.

1 COMMENT

  1. دافغانستان تباهی لپاره د خونخوار کمونیستی رژیم له کبله داسی ناچله او د فتنو مصنوعی ملایان د افغان ملت دوښمنانو له خوا ډیر روزل شوی دی ، څوک ئي حکمرانی حلقی کښی شامل او داسی مضر مکروبونه ئي بهر له حکومت حلقی څخه ډبل معاشونه او د ځانو دساتنی ګروپونو ته د حکومت له خوا معاشونه ورکول کیږی ، دا د انګلیس او امریکا ستره فریبکاره توطیه دی چی د خپلو غلامانو په وسیله ئی شروع کړی دی او افغان غیرتی ملت ددی رنګارنګو قاتلانو ، چورکوونکیو او وطن خرڅوونکیو له خوا ګروګان شوۍ دی ، معلومه ندی چی ایا دا ملاګۍ هم د راکټیار ملاګی او نورو قاتلانو په شان په ډالرو حمایه کیږی او که نه ، په اغلب ګمان د حمائي امکان موجود کیدای شی ، هر څوک چی دداسی مضرو مکروبونو ملاتړ کوی ( د فریبی بیان ازادی شعار لاندی ) هغوی د افغان غیرتی ملت ستر دوښمنان دی ، داسی کسانو ته باید د غلامو غلامانو په سترګه ولیدۍ شی !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب